د ایران د لیندۍ د ۳۰ نیټې مطبوعات
ایران او اکثره عربی او اسلامی هیوادونو او نړیوالو موسسو دامریکا د ولسمشر په دغه اقدام اعتراض کړی او غبرګون یې ښودلی دی .
اطلاعات ورځپآڼه
د ملگرو ملتو امنیت شورا ویلی دی دایران د ایـټمی موافقې اجرا د ټولو لورو لخوا ضروری ده .
د عراق د کردستان سیمې حکومت د دړې وړې کیدا په درشل کې دې .
د ایران دفاع وزیر وایی د دښمن هدف د ایران د دفاعی قدرت او سیمه ایز نفوذ محدودول دی .
د روسیې د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال ګنادی ګاتیلوف دشمالی کوریا پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو په بې اغیزوالی ټینګار سره وویل د بایکاټونو وخت تیر شوی او په داډول اقداماتو سره نشی کولای پیانګ یانګ د خبرو میز ته کښینوی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ماسکو کې د همغږې ټولنې دهیوادونو د امینتی اورګانونو دمشرانو په ټول کې وویل ، له هغو ترهه ګروسره دمقابلې لپاره چې له سوریې شړل شوی دی، باید استخباراتی ادارې له یوه بل سره ملګرتیا او خپل اقدامات هم غږمله کړی .
د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل مسؤلان دی لمانځه ته د را بللو د خدمت لپاره پراخ امکانات برابر کړی .
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش دقدس په اړه دامریکا فیصله خطرناکه وبلله . هغه وویل داسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو لپاره د امریکا د ولسمشر اقدام مینځنی ختیځ نورو ډیرو او خطرناکو پیچلتیاو سره مخ کړی دی .
ایران او اکثره عربی او اسلامی هیوادونو او نړیوالو موسسو دامریکا د ولسمشر په دغه اقدام اعتراض کړی او غبرګون یې ښودلی دی .
بیت المقدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .
جمهوری اسلامی ورځپاڼه
د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د فلسطینیانو د برخلیک د ټاکلو حق تصویب شو .
کرملین وایی بشار اسد د سوریې روا ولسمشر دې .
د اسلامی ایران ستر مجتهد حضرت ایت ا... حایری شیرازی وفات شو .
د عربستان جنګی الوتکو په صعده کې په یوه ښونځی په حمله کې ۳۰ کسان مړه او ژوبل کړی دی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف وویل دامریکا ولسمشر په ګواښ سره جمهوریت کمزوری کوی . هغه وویل دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو هیوادونو ته په ګواښ کولو سره چې جرات کوی دهغه د زور ویونکو غوښتنو په وړاندې ودریږی ښودلی ده چې هغه (ډونالډ ټرمپ ) دنړۍ په سویه د ډیموکراسۍ د تحقق خنډ دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګا هغو هیوادونو ته چې اراده لری د قدس په باره کښې د واشنګټن د فیصلې پرضد اقدام وکړی ګواښ وکړ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ واشنګټن به له هغو هیوادونو سره چې اراده لری د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍکښې دقدس په اړه د امریکا د فیصلې پرضد رایې ورکړی مرستې غوڅې کړی او زیاته یې کړه زمونږ فکر دغو رایو ته شته .
د ملګروملتونو عمومی اسمبلۍ به نن دقدس په اړه غونډه وکړی .
دغه غونډه دقدس په اړه د مصر د وړاندیزې پریکړه لیک په ویټو کولو کښې دامریکا له اقدام وروسته جوړیږی .
کیهان ورځپآڼه
د قدس شریف انتفاضه دریمه اونۍ ته ورداخله شوه ، رویټرز هم لیکی چی حالت تر چاودنې حده رسیدلې دې .
په امنیت شورا کې د ایران د توغندوی پروګرام پرضد اروپا او امریکا ګډجنجال رامینځته کړ .
د یمن انصار ا... غورځنګ وتوانیده د یمن جنګ د عربستان زړه ته ورسوی .
د عراق کردان د بارزانی عکسونه وسوزول .
امریکا د ټرمپ له فیصلې سره د مخالفت په غبرګون کی د ملګرو ملتو غړی وګواښل .
واشنګټن وایی د داعش له ماتې سره سره له سوریې د وتلو نیت نلرو .
د ایران داسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په ریاض هوايي ډګر د یمن دپوځ د توغندی د لګیدو په اړه وویل دغه توغندی له ایران سره هیڅ اړه نلری . هغه په تهران کښې د لبنان د امل غورځنګ د رئیسه پلاوی له غړی خلیل حمدان سره په کتنې کښې په ملګروملتونو کښې دامریکا د استازی میرمن نیکې هیلې د ایران ضد څرګندونو ته په اشارې سره وویل امریکا په داسې حال کښې چې په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د خپلو ډلوژونکو وسلو د خرڅولو په اړه ځواب ورکړی په نورو هیوادونو دخپلو ګرمو د مسولیت په اچولو سره دقدس له موضوع د عمومی افکارو د انحرافولو هڅه کوی .
په ملګروملتونو کښې دامریکا سفیرې نیکې هیلې د دسمبر په څوارلسمه نیټه د وسپنو دځینو ټوټو په لاس کښې نیولوسره چې ادعا یې کوله د ایران دتوغندی ټوټې دی دایران پرضد نوی تبلیغاتی ډرامه پیل کړی وه .
په نړیوالو چارو کښې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې امریکا دیوې داسې لارې دلټولو کوشش کوی چې دایران په دفاعی پروګرامونو کښې د لاسوهنې لپاره توجیه پیدا کړی وویل دغه کار به هیڅکله ونشی ځکه چې دایران توغندوی دفاعی پروګرام جایز او قانونی دی او په هکله یې هیڅ خبرې نشی کیدلای .
دلبنان د امل غورځنګ د رئیسه پلاوی مشر خلیل حمدان هم دایران دپارلمان دمشر له مرستیال حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د اسلامی ټولنې ترټولو مهمه موضوع قدس او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو لپاره د ولسمشر ټرمپ له ناپوهې ډکه فیصله ده وویل دامریکا دحکومت دغه فیصله د صهیونیسټی پلانونو پراساس ولاړه ده او په اوسنی وخت کښې عملی شوی ده .