په سوریې کښې دامریکا شتون دترهګرو دملاتړ لپاره دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i63643-په_سوریې_کښې_دامریکا_شتون_دترهګرو_دملاتړ_لپاره_دی
ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی په سیمه کښې دامریکا د دسیسو په وړاندې داسلامی هیوادونو په هوښیارۍ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2018 01:03 Asia/Kabul
  • داسلامي هیوادونه په تیره بیا دسوریې حکومت باید دامریکا د پلانونو په اړه هوښیار ووسي .
    داسلامي هیوادونه په تیره بیا دسوریې حکومت باید دامریکا د پلانونو په اړه هوښیار ووسي .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی په سیمه کښې دامریکا د دسیسو په وړاندې داسلامی هیوادونو په هوښیارۍ ټینګار وکړ .

هغه پرون په تهران کښې د اسلامی ملګرتیا د موسسې دغړیو هیوادونو دپارلمانونو د دیارلسم (۱۳)کانفرنس له ختمیدا وروسته په خبری کانفرنس کښې  دسوریې د« رقه» په شمال کښې د امریکا لخوا د جوړو  شویو پوځی اډو په اړه وویل اسلامی هیوادونه په تیره بیا دسوریې حکومت باید دامریکا د پلانونو په اړه هوښیار ووسی .

دایران دپارلمان مشر علی لاریجانی په سیمه کښې دامریکا بلاغوښتنې ته په اشارې سره وویل له هغه وخت راهسې چې د داعش ترهګرې ډلې پرضد د روسیې ،ترکیې او دایران ائتلاف جوړ شو او دغه ډلې ته سخت ګوزار ورکړل شو امریکا غوښتل شاته  پاتې نشی او هڅه یې وکړه په سیمه کښې شتون ولری .

لاریجانی په سوریې کښې دامریکا شتون د ترهګرو دملاتړ لپاره وباله او زیاته یې کړه امریکا سوریې ته زیات تجهیزات استولی دی .

دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی  ټینګار وکړ اسلامی هیوادونه په سیاسی ملګرتیاو سربیره باید  استخباراتی ملګرتیاوې هم ولری چې وکولای شی له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزې کښې بریالی ووسی .