د ایران چارواکو له امام خمینی رح سره بیا بیعت وکړ
-
د ایران او داسلامي نړۍ ټول خلک حضرت امام خمیني رح پیژندي .
زمونږ خبریال وایی دایران د نظام دمصلحت دپیژندنې دټولنې غړیو نن د امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې په شتون سره داسلامی جمهوریت د بنسټګر له ایډیالونو سره بیا بیعت وکړ .
دایران دنظام د مصلحت دپیژندنې د ټولنې مشر ایت الله سید محمود هاشمی شاهرودی داسلامی جمهوریت له ایډیالونو سره د ددغه ټولنې د غړیو له بیا بیعت وروسته اسلامی ویښتیا ، د مستکبرانو او زور ویونکو په وړاندې د اسلامی مقاومت احیا ، په سیمه کښې د مستکبرانو د پلان له مینځه وړل او دهغوې د لاسونو لنډول او د ختیځ او دلویدیځ بلاک د ډیرو مادی تشکلونو له مینځه وړل د امام خمینی رحمت الله علیه د وجود برکتونه او اثار وبلل .
ایت الله هاشمی شاهرودی شرعی ، عقلانی او ولسی توب دامام خمینی رحمت الله علیه په مشرۍ د اسلامی انقلاب درې(۳) مهمې ځانګړتیاوې وبللې او زیاته یې کړه همدا اوس نه یوازې دایران په هره سیمه بلکې په اسلامی نړۍ کښې د امام خمینی رح او دایران داسلامی جمهوریت د بنسټګر له ایډیالونو سره خلک اشنا دی او هغه ژوندی دی او په تاریخ کښې په ژوندی وی .
د ایران د علومو ، تحقیقاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر ، مسولانو او کارکونکو هم د امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې په شتون سره د اسلامی جمهوریت د بسنټګر له ایډیالونو سره بیا بیعت وکړ .