داسلامی ایران دریځونه ښکاره او په ډاګه دی
-
سیاسي سلامشورې دهیوادونو د نظرونو د مطرح کیدا لپاره ترسره کیږي .
دایران دباندنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت له جایز دفاعی حق څخه برخور دی وویل ایران د سیمه ایزو او دفاعی دریځونو په بیانولو کښې هیڅ پروا نلری .
هغه پرون زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې له ایران سره د سیمه ایزو او دفاعی خبرو د باب دپرانیستلو لپاره د لویدیځو هیوادونو ددباو په اړه وویل ایران حاضردمه په هیڅ موضوع کښې له اروپایی هیوادونو او امریکا سره هیڅ ډول خبرې نلری .
دایران دخارجه وزیر مرستیال عباس عراقچی له بهرنیو هیوادونو سره پرله پسې سلامشوره د ایران دخارجه وزارت شخصی دنده وبلله او ویې ویل هر څوک چې په هرې کتنې کښې دسوریې په اړه دایران دریځونه وغواړی نو توضیح به ورکړل شی ځکه چې ایران د سوریې دځمکنۍ بشپړتیا او دملت په ملاتړ کښې روښانه دریځونه لری .
هغه وویل دیمن د کړکیچ او دسیمې د مختلفو مسایلو په هکله هم د ایران داسلامی جمهوریت دریځونه کاملا روښانه دی .
دایران دباندنیو چارو دوزیر مرستیال عباس عراقچی وویل سیاسی سلامشورې دهیوادونو د نظرونو د مطرح کیدا لپاره ترسره کیږی او دا دخبرو په معنا نه دی یعنی ایران خبرې نه کوی چې خاص هدف ته ورسیږی او همدا اوس دایران د اسلامی جمهوریت په دریځونو کښې داسې کومه خبره نشته .
هغه وویل له اروپایی هیوادونو سره د ایران سلامشورې په تیره بیا په اوس وخت کښې چې امریکا داروپایی هیوادونو لپاره د اټومی موافقې په اړه الټی میټم ټاکلی او ځانګړی شرایط یې رامینځته کړی دی ضرورت لری .