سوریه د صهیونیسټ رژیم دحملو دوام نه زغمی
-
دایران د بې پایلوټه الوتکې د الوت او د صهیونیسټ رژیم دتیریګرې جنګي الوتکې په نسکورولو کښې دایران د لاس لرلو ادعا یوه(۱) یوه بې اساسه موضوع ده .
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل دمشق له دې زیات د صهیونیسټ رژیم دحملو دوام نه زغمی
هغه په دمشق د صهیونیسټ رژیم د ایف شپاړس(f-16) جنګی الوتکی تیری ته په غبرګون کې په دې خبرې سره چې امریکا او اسرائیلو د سوریې پرضد له پوځی مداخلتونو لاس نه دی اخیستی وویل دبدلونونو بهیر ددې ښودنه کوی چې دمشق به له دې زیات په خپله خاوره د صهیونیسټ رژیم دهوایی بریدونو او دتوغندوی حملو دوام ونه زغمی .
د قدس دنیواکګر رژیم پوځ دسوریې د پوځ لخوا د دغه رژیم دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکې له نسکوریدا وروسته دایران پرضد تکراری او چټی ادعاګانې مطرح کړې .
د اسرائیلو رژیم دپوځ د رسنیو دفتر ادعا وکړه داسرائیلو هیلی کوپټرونو دایران یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه چې د سوریې له خاورې یې د اسرائیلو دهوایی حریم خلاف ورزۍ کړی وه په بریالیتوب سره نسکوره کړه او په سوریې کښې یې د ایران په تاسسیاتو بمبارې هم وکړې .
خو د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی دصهیونیسټ رژیم دچارواکو ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل دایران د بې پایلوټه الوتکې د الوت او د صهیونیسټ رژیم دتیریګرې جنګی الوتکې په نسکورولو کښې دایران د لاس لرلو ادعا یوه(۱) یوه بې اساسه موضوع ده چې مطرح کیږی .