سوریه د صهیونیسټ رژیم دحملو دوام نه زغمی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65347-سوریه_د_صهیونیسټ_رژیم_دحملو_دوام_نه_زغمی
زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل دمشق له دې زیات د صهیونیسټ رژیم دحملو دوام نه زغمی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2018 02:15 Asia/Kabul
  • دایران د بې پایلوټه  الوتکې د الوت او د صهیونیسټ رژیم دتیریګرې جنګي الوتکې په نسکورولو کښې دایران د لاس لرلو ادعا یوه(۱) یوه بې اساسه موضوع ده  .
    دایران د بې پایلوټه الوتکې د الوت او د صهیونیسټ رژیم دتیریګرې جنګي الوتکې په نسکورولو کښې دایران د لاس لرلو ادعا یوه(۱) یوه بې اساسه موضوع ده .

زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل دمشق له دې زیات د صهیونیسټ رژیم دحملو دوام نه زغمی

هغه په دمشق د صهیونیسټ رژیم د ایف شپاړس(f-16) جنګی الوتکی  تیری ته په غبرګون کې په دې خبرې سره چې امریکا او  اسرائیلو د سوریې پرضد له پوځی  مداخلتونو لاس نه دی اخیستی وویل دبدلونونو بهیر ددې ښودنه کوی چې دمشق به له دې زیات په خپله خاوره د صهیونیسټ رژیم دهوایی بریدونو او دتوغندوی حملو دوام ونه زغمی .

د قدس دنیواکګر رژیم پوځ دسوریې د پوځ لخوا د دغه رژیم دایف شپاړس ډوله جنګی الوتکې له نسکوریدا وروسته دایران پرضد تکراری او چټی ادعاګانې مطرح کړې .

د اسرائیلو رژیم دپوځ د رسنیو دفتر  ادعا وکړه داسرائیلو هیلی کوپټرونو دایران یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه چې د سوریې له خاورې یې د اسرائیلو دهوایی حریم خلاف ورزۍ کړی وه په بریالیتوب سره نسکوره کړه او په سوریې کښې یې د ایران په تاسسیاتو بمبارې هم وکړې .

خو د ایران دبهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی دصهیونیسټ رژیم دچارواکو ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل دایران د بې پایلوټه  الوتکې د الوت او د صهیونیسټ رژیم دتیریګرې جنګی الوتکې په نسکورولو کښې دایران د لاس لرلو ادعا یوه(۱) یوه بې اساسه موضوع ده  چې مطرح کیږی .