دسیمې امنیت ته له پام پرته د ایران امنیت معنا نلری
-
ترټولو ستر ګوزار چې سعودي عربستان سیمې ته ورسوه د وهابیت ناسم ، غلط او انحرافي تفکر ته وده ورکول وو.
په نړیوالو چارو کې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان له مهر خبری اژانس سره په مرکه کې ټینګار وکړ دایران امنیت په سیمه کښې د امنیت د پازل(Puzzle) نورو برخو ته له پام کولو پرته معنا نه لری .
هغه په دې خبرې سره چې تهران د سوریې په کړکیچ کښې دایران دملی امنیت له اړخه ترټولو دقیقه فیصله وکړه وویل که چیرې ایران د خپلو متحدانو او دوستانو او د هغو اسلامی هیوادونو چې دصهیونیسټ رژیم له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخ وو ملاتړ نه کولای نو داسرائیلو ګواښ ایران اسلامی جمهوریت ته هم پراخیده .
په نړیوالو چارو کې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان د سوریې لپاره د سیاسی لارې دغوره کولو پراړتیا ټینګار سره وویل که چیرې د استانه (Astana )، سوچی(Souchi) او د جینیوا(Geneva) په چوکاټ کښې دسوریې په سیاسی خبرو کښې دامریکا خنډ جوړونه نه وی د سوریې سیاسی حل لاره نتیجې ته رسیدلی شی .
هغه دایران په بهرنی سیاست کښې د فلسطین دمسلې مهم مقام ته په اشارې سره ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت دصهیونیسټ رژیم له ګواښونو سره په مقابلې کښې چې هم فلسطین ، هم ، سیمې او هم ایران ته متوجه دی له مقاومت څخه د ملاتړ ضرورت ته په اصولی کتنې سره تل د صهیونیسټ رژیم پرضد دمقاومت د یوې مهمې برخې په توګه داوسنیو کړکیچونو په سختو شرایطو کښې دحماس غورځنګ ملاتړ کړی دی .
په نړیوالو چارو کې د ایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې د مسلمان توب او د ګاونډیتوب په شمول د بیلابیلو دلایلو په خاطر ایران هیڅکله په خپلو ستراتیژیو کښې سعودی عربستان دښمن نه دی ګڼلی وویل ترټولو ستر ګوزار چې سعودی عربستان سیمې ته ورسوه د وهابیت ناسم ، غلط او انحرافی تفکر ته وده ورکول وو او په سیمه کښې د ترهګرۍ زیاتیدل او وده کول د وهابیت په ناسم تفکر کښې جرړه لری .