ترهګر د روسیې او د ایران سرحدونو ته نږدې دیره کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i65917-ترهګر_د_روسیې_او_د_ایران_سرحدونو_ته_نږدې_دیره_کیږی
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دمینځنی ختیځ دسیمې په هیوادونو کښې د نا لاسوهنې او ددغو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق د احترام پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2018 13:01 Asia/Kabul
  • ایران تل دسیمې د کړکیچونو لپاره د سیاسي حل لارو دلټولو کوشش کوي .
    ایران تل دسیمې د کړکیچونو لپاره د سیاسي حل لارو دلټولو کوشش کوي .

زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دمینځنی ختیځ دسیمې په هیوادونو کښې د نا لاسوهنې او ددغو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق د احترام پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه نن دماسکو په والدای(Valda) کلب کښې د مینځنی ختیځ دپرمختیاو په کانفرنس کښې وویل په سوریې او عراق کښې د داعش ترهګرې له ماتی سره سره د ترهګرۍ له کبله مشکلات اوس هم شته او ټروریسټان همدا اوس د افغانستان په شمال کښې د روسیې او دایران سرحدونو نږدې د دیره کیدا په حال کښې دی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په مینځنی ختیځ کښې له سرزورۍ سره د مقابلې لپاره د څو اړخیز کړچار په غوره کولو ټینګار سره وویل  ایران دعراق او سوریې له حکومتونو او په سیمه کښې له نورو ملګرو هیوادونو په تیره بیا له روسیې سره د ملګرتیا په حال کښې دی او دغه ملګرتیاوې توانیدلی دی سرزورۍ ته په ماتی ورکولو کښې مرسته وکړی .

جوادظریف دسوریې کړکیچ سیاسی حل لارې ته ضرورت لرونکی وباله او ویې ویل په سوریې کښې دنورو په استازی توب له جنګ کونکو ځواکونو دامریکا استفاده هم د امریکا او هم د سیمې لپاره خطرناکه ده .

هغه دیمن دکړکیچ حل سیاسی حل لارو ته ضرورت لرونکی وباله او ویې ویل ایران تل دسیمې د کړکیچونو لپاره د سیاسی حل لارو دلټولو کوشش کوی .