ترهګر د روسیې او د ایران سرحدونو ته نږدې دیره کیږی
-
ایران تل دسیمې د کړکیچونو لپاره د سیاسي حل لارو دلټولو کوشش کوي .
زمونږ خبریال وایی دایران داسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دمینځنی ختیځ دسیمې په هیوادونو کښې د نا لاسوهنې او ددغو هیوادونو دځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق د احترام پرضرورت ټینګار وکړ .
هغه نن دماسکو په والدای(Valda) کلب کښې د مینځنی ختیځ دپرمختیاو په کانفرنس کښې وویل په سوریې او عراق کښې د داعش ترهګرې له ماتی سره سره د ترهګرۍ له کبله مشکلات اوس هم شته او ټروریسټان همدا اوس د افغانستان په شمال کښې د روسیې او دایران سرحدونو نږدې د دیره کیدا په حال کښې دی .
دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په مینځنی ختیځ کښې له سرزورۍ سره د مقابلې لپاره د څو اړخیز کړچار په غوره کولو ټینګار سره وویل ایران دعراق او سوریې له حکومتونو او په سیمه کښې له نورو ملګرو هیوادونو په تیره بیا له روسیې سره د ملګرتیا په حال کښې دی او دغه ملګرتیاوې توانیدلی دی سرزورۍ ته په ماتی ورکولو کښې مرسته وکړی .
جوادظریف دسوریې کړکیچ سیاسی حل لارې ته ضرورت لرونکی وباله او ویې ویل په سوریې کښې دنورو په استازی توب له جنګ کونکو ځواکونو دامریکا استفاده هم د امریکا او هم د سیمې لپاره خطرناکه ده .
هغه دیمن دکړکیچ حل سیاسی حل لارو ته ضرورت لرونکی وباله او ویې ویل ایران تل دسیمې د کړکیچونو لپاره د سیاسی حل لارو دلټولو کوشش کوی .