لویدیځی آسیا د سیمه ایزو او نړیوالو قدرتونو دسیالۍډګر ده
دسورئې د بحران له رامینځةکونې د امریکا ،صهونیسټ رژیم ، لویدیځ، عربستان ،امارات ،اردن او ترکیې موخه د دغه هیواد د ملی هویّت ،خپلواکۍ ،مځکنۍ بشپړتیا او دبیخ بینائیو نابودول وو چې له بشپړ ماتې سره مخامخ شوی دی.
سپاه نیوز خبری سایټ راپور ورکړی دایران د درستو قواؤ دکمانډرانچیف لوړپوړی سلاکار سردار تورن جنرال یحی رحیم صفوی نن د ایران په شمال ګلستان ولایت کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،دسورئې د بحران له رامینځةکونې د امریکا ،صهونیسټ رژیم ، لویدیځ، عربستان ،امارات ،اردن او ترکیې موخه د دغه هیواد د ملی هویّت ،خپلواکۍ ،مځکنۍ بشپړتیا او دبیخ بینائیو نابودول وو چې له بشپړ ماتې سره مخامخ شوی دی.
سردار صفوی په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا او ترکیې په سورئې حمله کړې او د سورئې دملی حاکمیّت خلاف ورزی ئې کړې ده ، ووئیل ؛ دامریکا دسټراټژۍ اساس د ورځې سیاست دی چې دغه سیاست په لویدیځی آسیا سیمې کې له ماتې سره مخامخ شوی دی .
د ایران د درستو قواؤ دکمانډرانچیف ځانګړی سلاکار همداراز د هوافضا په ډګر کې دایران دفاعی پرمختګونو په بیانولو سره دبې پیلوټه الوتکو دجوړونې حوزې ته په اشارې سره ووئیل ، دسورئې په دیرالزور کې د داعش تکفیری ترهه ګرو په مرکز د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک په توغندوی حملې کې د دغه ځواک بې پیلوټه الوتکو دشپې مهال الوت وکړ او د ټارګټ نښې ئې وټاکلې او وروسته ئې په دقیق ډول په نښه شوو ټارګټونو توغندی وویشتل او د تکفیری ترهه ګرو مرکزونه ئې له خاورو سره خاورې کړل .