د اټومی تړون له مینځه وړل به ټول پښیمانه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i66877-د_اټومی_تړون_له_مینځه_وړل_به_ټول_پښیمانه_کړی
زمونږخبریال وایی د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کښې د فرانسې د باندنیو چارو له وزیر ژان ایو لوډریان(Jean- Yves Le Drian) سره په کتنې کښې د سیمه ییزو ملګرتیاو ، ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې د اټومی موافقې د ساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل د اټومی موافقې له مینځه وړل به دټولو هیوادونو دخپګان سبب شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 06, 2018 02:11 Asia/Kabul
  • د اټومي موافقې له مینځه وړلو معنا دا ده چې سیاسي خبرې اترې د  وخت ضایع کول دي .
    د اټومي موافقې له مینځه وړلو معنا دا ده چې سیاسي خبرې اترې د وخت ضایع کول دي .

زمونږخبریال وایی د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کښې د فرانسې د باندنیو چارو له وزیر ژان ایو لوډریان(Jean- Yves Le Drian) سره په کتنې کښې د سیمه ییزو ملګرتیاو ، ثبات او امنیت د پراختیا په لړ کښې د اټومی موافقې د ساتلو پرضرورت ټینګار سره وویل د اټومی موافقې له مینځه وړل به دټولو هیوادونو دخپګان سبب شی .

هغه د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه د ټولو مرکچی لورو لپاره یو(۱) ازمیښت او امتحان وباله او ویې ویل د اټومی تړون پرځاې پاتې کیدل نړۍ ته ثابتوی چې خبرې او ډیپلوماسۍ د مشکلاتو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ده او  د اټومی موافقې د له مینځه وړلو معنا دا ده چې سیاسی خبرې اترې د  وخت ضایع کول دی .

دایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ ایران به هیڅکله د اټومی موافقې خلاف ورزۍ کونکی نه وی او تهران دغه تړون د سیمه ییز او نړیوال ثبات ، ملګرتیا ، ارامښت او اعتماد د زیاتیدا په لړ  کښې  ګڼی .

هغه د فارس خلیج سیمې امنیت په سیمه کښې اهمیت لرونکی موضوع وبلله او دیمن کړکیچ ته په اشارې سره یې وویل نړیوالې موسسې باید په یمن کښې د  اووربند، د جنګ دختمیدا او دخلکو د وژل کیدا د پاې ته درسیدا او  ولس ته د بشردوستانه مرستو د استولو هڅه وکړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د ترهګرۍ تر کاملې ختمیدا او د سوریې له خلکو سره مرسته په سیمه کښې دفرانسې او دایران دملګرتیا مهم لومړیتوب وباله او ویې ویل دسوریې دکړکیچ دحل لپاره په دمشق کښې دمرکزی حکومت له پیاوړی کولو پرته بل هیڅ لاره نشته .

هغه وویل دایران اسلامی جمهوریت له فرانسې سره د ملګرتیاواو د هراړخیزه اړیکو په پیاوړتیا او پراخیدا کښې هیڅ محدودیت ته قائل نه دی .

دفرانسې دبهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان هم  دایران له ولسمشر حسن روحانی سره په کتنې کښې د اټومی تړون په ساتلو او هغه ته په پاې بندۍ ټینګار سره وویل داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس راپورونه خپلو ژمنو ته دایران دپاې بندی ښودنه کوی او فرانسه به د اټومی تړون د ساتلو په لړ کښې خپله ټوله هڅه وکاروی .

هغه وویل اروپا له ایران سره اټومی موافقه دسیمې د ثبات  او امنیت د پراختیا په لړ کښې اساسی سند ګڼی او فرانسه کولای شی دسیمه ییز ثبات او امنیت د پیاوړتیا او دسیمې په هیوادونو کښې د انسانی غمیزې د رامینځته کیدا دمخنیوی په لړ کښې ملګرتیا وکړی .