ثبات راپنځونکی اسلامی ایران د هیچالپاره هیڅ خطره نه ده
د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې تاریخ هم ښودلې ده چې دایران ملت هیڅکله هم په یوه ملت هم ظلم نه دی کړی دچا ټاټوبی ئې غضب کړی نه دی او پخپلو ګاونډیانو ئې بمباری نه ده کړې ،بلکه دنورو هیوادونو کډوال ئې هم خپل میلمانه کړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن د حکومت د کابینې په غونډې کې دایران دفاعی توانمنۍ دفاعی او دسیمې دامنیت او ثبات دپیاوړتیا او د سولې لپاره وبللې او وې وئیل هیڅوک دې دایرا ددفاعی بنسټونو دپیاوړتیا یا وسلو اوتوغندیو له امله اندیښمن نه شی .
ډاکټر روحانی ددې خبرې په کولو سره چې داسلامی ایران کلتوری ،سیاسی ،ټولنیز او په تیره بیا پوځی قدرت د نور وپه ضد نه دی ووئیل ، ایران خپل پوځی قدرت په بل یوه هیواد د حملې لپاره نه مضبوطوی ،بلکې د ایران دفاعی قدرت له هیواده د دفاع لپاره او دفاعی نظام دی .
داسلامی ایران ولسمشر له ایرانه ویرولو ته د لمن وهلو په باب دسیمې دځینو هیوادونو خوځښتونو ته اشاره وکړه او په ډاګه ئې کړه ، اسلامی ایران په عزت او احترام پسې دی او هیڅکله به هم په سرزورۍ او په نورو په تیریو پسې نه شی .
هغه روښانه کړې ، تاریخ هم ښودلې ده چې دایران ملت هیڅکله هم په یوه ملت هم ظلم نه دی کړی دچا ټاټوبی ئې غضب کړی نه دی او پخپلو ګاونډیانو ئې بمباری نه ده کړې ،بلکه دنورو هیوادونو کډوال ئې هم خپل میلمانه کړی دی .
دایران د مجریّه قوې مشر په دې په ټینګار سره چې ایران هیڅکله هم دچا لپاره کومه خطره نه ده ووئیل ، ایران ددرستې سیمې لپاره ، دثبات ،سولې اوامنیت عامل دی او له خپلو حقوقو به په ښه ډول دفاع وکړی .
داسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د صهونیست رژیم جنایتونو ته په اشارې سره هم ووئیل ، هغه کسان ، چې په سیمې کې ئې په تیرو اویاؤ کلونو کې بلوې ،جنګ جګړې او ورانۍ رامینځةکړی، او هره ورځ د خلکو په قتل عام پسې دی ، صبرا اوشتیلا کیمپونو کې ئې دوینو ویالې بهولی دی ، هیڅ حق نه لری ، چې دایران خطرې ډنډورې ووهی .
دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز دایران محترم او عزتمند ولس ته د حضرت فاطمةالزهراسلام ا... علیها د برکتناکې زوکړې دکلیزې او مور د لوړمقام او د میرمنې د ورځې په مناسبت او دغه راز دحضرت امام خمینی دنیکمرغه زوکړې په باب دمبارکۍ په وئیلو سره روښانه کړې ، حضرت فاطمه اطهر سلام ا... علیها د ټولنې او نړۍ د میرمنو لپاره یوه غوره بیلګه ده .