دښمنان د اسلامي ایران خلاف نوې رسنۍ جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67133-دښمنان_د_اسلامي_ایران_خلاف_نوې_رسنۍ_جوړوي
د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر پرون وویل: دښمنان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف ډیر په چټکتیا سره د نویو رسنیو په جوړولو لګیا دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2018 02:06 Asia/Kabul
  • دښمنان د اسلامي ایران خلاف نوې رسنۍ جوړوي

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر پرون وویل: دښمنان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف ډیر په چټکتیا سره د نویو رسنیو په جوړولو لګیا دي.

د ایرنا د خبر له مخې عبدالعلي علي عسکري د ایران د شمال کښې د راډیو او ټیلیویژن د ګیلان مرکز د ۲۰۷ پروژو د کار پیلولو په مراسمو کښې په دې خبرې سره چې د نړۍ رسندوي حالات عادي نه دي، څرګنده کړه: دښمنانو له ایران سره فرهنګي او کلتوري مقابله پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران د مقدس جمهوري اسلامي نظام خلاف د ګډوډي جوړونکو رسنیو شمیر له دوو سوو اوښتی دی.

عبدالعلي علي عسکري په مجازي فضا (انټرنیټ) کښې د صهیونیسټانو فعالیت او د ایراني ځوانانو لپاره د هغوي د پروګرامونو او پلانونو په هکله هم وویل: مجازي فضا باید مدیریت شي.

د ویلو ده چې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکايي-صهیونیسټي چورلیز له دسیسو او اقداماتو سره په مقابله کښې بنیادي رول لوبوي.