صهیونیسټي رژیم خپل منحوس عمر جاري نه شي ساتلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i67920-صهیونیسټي_رژیم_خپل_منحوس_عمر_جاري_نه_شي_ساتلی
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت وتوانیده د هغو شیطاني قدرتونو په وړاندې چې د مقاومت جبهې ته د ماتې ورکولو کوشش یې کوه، بریالی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 10:34 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم خپل منحوس عمر جاري نه شي ساتلی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت وتوانیده د هغو شیطاني قدرتونو په وړاندې چې د مقاومت جبهې ته د ماتې ورکولو کوشش یې کوه، بریالی شي.

جنرال عبدالرحیم موسوي نن تسنیم خبري آژانس ته په یوه مرکه کښې د ایران د دفاعي قدرت په زیاتیدو کښې د راهیانِ نور د رول په هکله څرګنده کړه: د ایران دښمنان او د هغوي په سر کښې جنایتکاره امریکا او ناروا صهیونیسټي رژیم په دې پوه دي چې که د ایران ولس د اسلامي انقلاب په آئیډیالونو، تعلیماتو او معارفو پایبند وي نو نه امریکا په قدرت کښې پاتې کیدی شي او نه به صهیونیسټ رژیم خپل منحوس عمر ته دوام ورکړی شي.

د ایران د پوځ قومندان څرګنده کړه: ایران په خپل قدرت، د مقدسې دفاع د پړاؤ په تجربو او له راهیان نور څخه د خلکو په هرکلي سره امریکا ځپلې شي او د صهیونیسټي رژیم عمر به هم له ۲۵ نه په لږو کلونو کښې پاې ته ورسیږي.