داسلامی ایران پوځ له هرډول ګواښ سره دمقابلې لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69408-داسلامی_ایران_پوځ_له_هرډول_ګواښ_سره_دمقابلې_لپاره_تیار_دی
د اسلامی ایران د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری هم بیګا د ایران دوهم ټیلیویژنی سره په خبرو کې وئیلی دښمنان هرډول تیری ته د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ په تیارسی او توانمنیو ښه خبر دی او ایران نن سبا هیڅ ډول خطره نه ګواښی ،ځکه که دایران په ضد کومه تیروتنه وشی ، نو دایران داسلامی جمهوریت پوځ به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 18, 2018 09:19 Asia/Kabul
  • داسلامی ایران پوځ له هرډول ګواښ سره دمقابلې لپاره تیار دی

د اسلامی ایران د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری هم بیګا د ایران دوهم ټیلیویژنی سره په خبرو کې وئیلی دښمنان هرډول تیری ته د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ په تیارسی او توانمنیو ښه خبر دی او ایران نن سبا هیڅ ډول خطره نه ګواښی ،ځکه که دایران په ضد کومه تیروتنه وشی ، نو دایران داسلامی جمهوریت پوځ به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .

دایران داسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکی سردار امیر البحر حبیب ا... سیاری  نن  په تهران کې د  دپوځ دبیلګه  یونټونو  دپریډ په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې  ووئیل ،   دایران دپوځ دفاعی  او پوځی توان او تیارسی   هغه حد ته رسیدلی چې  په بیلابیلو اړخونو کې  په ځان بسیا دی   او  داخلی دفاعی توان  ته په لیدوسره ډاډمن دی .

   هغه  ددې خبرې په کولو سره چې  پوځ   له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره  بشپړ تیار دی ،  او  له لایق انسانی ځواک او  د ورځې  له تجیهزاتو برخمن  دی ، روښانه کړې ،   ګاونډیو هیوادونو ته داسلامی ایران  پیغام ،  دسولې او دوستۍ پیغام دی او   د ایران پوځی ا قتدار  د  هیواد ددفاع لپاره  دی .

 راپورښئ  د  اسلامی ایران د پوځ د مځکنی ځواک  قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری هم بیګا  د ایران  دوهم ټیلیویژنی  سره په خبرو کې  وئیلی  دښمنان   هرډول تیری  ته د ایران داسلامی  جمهوریت  دپوځ  په تیارسی او توانمنیو   ښه خبر دی  او  ایران  نن سبا هیڅ ډول   خطره نه ګواښی  ،ځکه که  دایران په ضد کومه تیروتنه وشی ،  نو دایران داسلامی جمهوریت  پوځ  به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .  هغه روښانه کړی ، دایران اسلامی انقلاب  دنړۍ  په ملتونو کې  خپل ځای موندلی دی  او دسیمې خلک   دهغو له نورانی موخو سره بلد دی او دا ، د  ایران داسلامی انقلاب سټراټژیک ژوروالی دی .   سردار حیدری  ددې خبرې په کولو سره چې  داعش ترهه ګره ډله  دایران د پولو تر څلویښت کلومیټرۍ  پورې رانزدې شوی نه ده  ، وئیلی ،   د امریکا لویدیځی ، عربی او عبری  مثلث دایران  داسلامی انقلاب په ضد له هرډول دسیسه او  چلوله استفاده کړې ده ، خو ناکام شوی  او  په دې اړه ژوره اندیښنه لری .