داسلامی ایران پوځ له هرډول ګواښ سره دمقابلې لپاره تیار دی
د اسلامی ایران د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری هم بیګا د ایران دوهم ټیلیویژنی سره په خبرو کې وئیلی دښمنان هرډول تیری ته د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ په تیارسی او توانمنیو ښه خبر دی او ایران نن سبا هیڅ ډول خطره نه ګواښی ،ځکه که دایران په ضد کومه تیروتنه وشی ، نو دایران داسلامی جمهوریت پوځ به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکی سردار امیر البحر حبیب ا... سیاری نن په تهران کې د دپوځ دبیلګه یونټونو دپریډ په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې ووئیل ، دایران دپوځ دفاعی او پوځی توان او تیارسی هغه حد ته رسیدلی چې په بیلابیلو اړخونو کې په ځان بسیا دی او داخلی دفاعی توان ته په لیدوسره ډاډمن دی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې پوځ له هرډول ګواښ سره د مقابلې لپاره بشپړ تیار دی ، او له لایق انسانی ځواک او د ورځې له تجیهزاتو برخمن دی ، روښانه کړې ، ګاونډیو هیوادونو ته داسلامی ایران پیغام ، دسولې او دوستۍ پیغام دی او د ایران پوځی ا قتدار د هیواد ددفاع لپاره دی .
راپورښئ د اسلامی ایران د پوځ د مځکنی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدری هم بیګا د ایران دوهم ټیلیویژنی سره په خبرو کې وئیلی دښمنان هرډول تیری ته د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ په تیارسی او توانمنیو ښه خبر دی او ایران نن سبا هیڅ ډول خطره نه ګواښی ،ځکه که دایران په ضد کومه تیروتنه وشی ، نو دایران داسلامی جمهوریت پوځ به ورته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی . هغه روښانه کړی ، دایران اسلامی انقلاب دنړۍ په ملتونو کې خپل ځای موندلی دی او دسیمې خلک دهغو له نورانی موخو سره بلد دی او دا ، د ایران داسلامی انقلاب سټراټژیک ژوروالی دی . سردار حیدری ددې خبرې په کولو سره چې داعش ترهه ګره ډله دایران د پولو تر څلویښت کلومیټرۍ پورې رانزدې شوی نه ده ، وئیلی ، د امریکا لویدیځی ، عربی او عبری مثلث دایران داسلامی انقلاب په ضد له هرډول دسیسه او چلوله استفاده کړې ده ، خو ناکام شوی او په دې اړه ژوره اندیښنه لری .