دپاکستان ګاونډی هیواددې دترهه ګرومخه ونیسی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i69410-دپاکستان_ګاونډی_هیواددې_دترهه_ګرومخه_ونیسی
ترهه ګرو د ایران دسیستان او بلوچستان په میرجاوې سرحدی سیمې کې دایران دپوله ساتی پولیسو په یوې سرحدی پستې حمله کړې وه ، چې د ایران دسرحدی ځواک په کلک مقاومت سره ترهه ګر خپلو سپیرو موخو ته په رسیدا کې ناکام شول او دغه راز له هغو درې ترهه ګرهلاک شوی او یو شمیر نور په ټپی حالت کې دپاکستان په لور تښتیدلی دی ، دغې نښتې کې همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دوه ماموران سره دیوه پولیس شهیدان او دوه نور هم ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 18, 2018 09:43 Asia/Kabul
  • دپاکستان ګاونډی هیواددې دترهه ګرومخه ونیسی

ترهه ګرو د ایران دسیستان او بلوچستان په میرجاوې سرحدی سیمې کې دایران دپوله ساتی پولیسو په یوې سرحدی پستې حمله کړې وه ، چې د ایران دسرحدی ځواک په کلک مقاومت سره ترهه ګر خپلو سپیرو موخو ته په رسیدا کې ناکام شول او دغه راز له هغو درې ترهه ګرهلاک شوی او یو شمیر نور په ټپی حالت کې دپاکستان په لور تښتیدلی دی ، دغې نښتې کې همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دوه ماموران سره دیوه پولیس شهیدان او دوه نور هم ټپیان شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایران د پولیسو دپوله ساتی ځواک قوماندان سردار تورن جنرال  قاسم رضائی    د ایران دجنوب ختیځ  میرجاوې  پوله ایزې سیمې کې  دایران دپولیسو  په یوې سرحدی پستې د ترهه ګرو په حملې کې د ټپیانو   دعیادت په وخت   په یولړ څرګندونو کې زیاته کړې ،  اسلامی ایران  اړونده چارواکو ځینی راپورونه ترلاسه کړی ، چې دپآکستان  پوځ  د ترهه ګرو ډلګیو ځینی  جنایتکار نیولی  دی چې که دغه  شان شوی وی ، نو باید ایران  ته ئې راوسپاری .

 هغه  په ډاګه کړې ، ایران  له پاکستان دوست اوګاونډی هیواده  تمه لری ،  ترهه ګرو ډلګیو ته دې  پخپلې  خاورې کې د  هستوګنې ،روزنې  او سنبالتیا اجازت نه ورکوی ا و  دا دایران د ملت غوښتنه ده چې  پولې  په ګډه سره مدریّت شی . 

   پرون سهار وختی  ترهه ګرو د ایران   دسیستان  او بلوچستان  په میرجاوې سرحدی سیمې کې  دایران  دپوله ساتی  پولیسو په یوې سرحدی پستې   حمله کړې وه ، چې د ایران دسرحدی ځواک  په کلک مقاومت سره  ترهه ګر خپلو سپیرو موخو ته په رسیدا کې ناکام شول او دغه راز له هغو درې  ترهه ګرهلاک شوی او یو شمیر نور  په ټپی  حالت کې دپاکستان په لور تښتیدلی دی ، دغې نښتې کې همداراز د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  دوه ماموران  سره دیوه پولیس  شهیدان او دوه نور هم ټپیان شوی دی .

سردارحیدری  همداراز  ددې خبرې په کولو سره  چې   دګډې پولې مدیریّت  یوه اړخیزه چاره نه ده ، روښانه کړې ،  هغه عملیات چې  ترهه ګر ئې کوی ،   دپآکستان په خاورې کې د هغوی  په آ زادۍ سره  دشتون ښودنه   ده  چې  په آسانۍ سره ټرینینګ ترلاسه کوی، په  وسلو سنبالیږی  او  ترهه ګراقدامات کوی . سردار رضائی  ټینګار کوی ،  دایران پولیس  د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دقدس ځواک  د غونډ د مامورانو ترڅنګ  د دغې حملې  موضوع تعقیبوی  او  دشهیدانو دوینې غچ به واخلی .