د غوای د میاشتې د ۱۶ نیټې مطبوعات
پنټاګون په افغانستان کې د ثبات د رامینځته کولو لپاره له پاکستانه مرسته وغوښته .
جمهوری اسلامی
د سره صلیب نړیوالې کیمټۍ د یمن د خلکو په ارتباط ډیر غمجنونکې راپور خپور کړی دی او په خپل راپور کی لیکی چی د یمن خلک له لوږې په مړیدو دی .
د لبنان په انتخاباتو کې د عربستان د لاس وهنې پټ سندونه په ډاګه شوی دی .
له جامعې ایټمی موافقې دامریکاوتل به دایران له منطقی ځواب سره مخ شی . آټلانټیک خبری سایټ دامریکائی چارواکو له قوله وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ قصدا فیصله کړې و ایټمی موافقه لغوه کړی ، خو دغه شان اقدام به دایران له خوا د داسې غیر منطقی چلندونو لامل نه شی ، چې دنړیوال محکومیّت او یا دهغو د منزوی کیدا ته ئې ضرورت وی .
دامریکا دغه خبری سایټ ددې خبرې په کولو سره چې ایران له ۲۰۰۳کاله تر ۲۰۱۴کال پورې په مودې کې خپل سنټرفیوژونه له څو دانو کابو تر شل زرو پورې ورسول ، ولیکل ، ایران به په زیات احتمال سره له جامعې ایټمی م وافقې دامریکا د وتلو په غبرګون کې هڅه وکړی ، دتیر وخت په شان خپل ایټمی پرورګرام سوکه سوکه پراخ کړی .
آټلانټیک خبری سایټ همداراز زیاته کړې ، له ایټمی موافقې دامریکا له پروګرام پرته وتل ، ممکنه ده په مینځنی ختیځ کې له ګډوډیو سره یو ځای د داسې تاؤتریخجنو کشمکشونو لامل شی ، چې په سیمې کې ئې د رامینځةکیدا لپاره هیڅ دلیل وجود نه لری .
دایران لوړپوړو چارواکو له جامعې ایټمی موافقې دامریکا داحتمالی وتلو په غبرګون کې په کرتو وئیلی دی ، له ایټمی موافقې دامریکا دوتلو په بڼه کې به دجامعې ایټمی موافقې اجرا ته ژمن پاتې نشی .
په اسلام آباد کښې (د ایران او پاکستان د فارسي تحقیقاتو په مرکز) کښې د فارسۍ ژبې د ښوونې د شپږم پړاؤ د پرانیسټې دستورې وشوې.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: د د یوې داسې سیاسي او امنیتي موافقې په توګه برجام بریا یا ماتې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا تائیده کړې، د جګړې پر ځاې د خبرواترو د منطق د اغیزشیندنې او همداشان د نړیوالو ارګانونو د کارنده توب د څیړنې لپاره یو تاریخي ازمیښت دی .
په امریکا کې داسې پلوټینیم ورک شوی دی چی ترې بم جوړیږی .
داعش ترهه ګره ډله په لیبیا تمرکز کوی .
اطلاعات
د هاورډ پوهنتون استاداو شناندی سټیفن والټ له ایټمی موافقې د امریکا وتل سټراتیجیکه تیروتنه وبلله .
دیمن پوځ دعربستان په عسیرکې په پوځی مرکز زلزال دوه توغندی ویشتی
ایران له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د نړیوالو ملګرتیاؤ پراختیا اړینه وبلله. غلامحسین دهقاني د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کښې (له ترهګرۍ او افراط پالنې سره مقابله) نومې نړیوال کانفرنس کښې ټینګار وکړ چې د ځینو هیوادونو هغه پوځي بلاغوښتنې چې په وروستیو پنځلسو کالو کښې یې په نړۍ کښې روان ګډوډ امنیتي حالات رامینځته کړي دي، ختمې کړی شي.
د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال زیاته کړه: د فلسطین اویا کلن نیواک هغه موضوع ده چې باید په جدي توګه د نړیوالو ټولنو په ایجنډا کښې ځاې شي.
دهقاني په دغه غونډه کښې د ترهګرۍ او تندلاریتوب د دوو سپيرو ښکارندو جرړو ته په اشارې سره، تکفیري آئيډیالوجۍ ته د پاملرنې په ضرورت ټینګار وکړ چې په مختلفو ولسونو کښې د کرکې د پراختیا سبب شوی او همداشان یې د بهرنیو تیرو او نیواک په تیره بیا د فلسطین د نیواک په ختمیدو تاکید وکړ.
هغه همداشان په ایران کښې د ترهګرۍ له امله د ۱۷ زرو کسانو قرباني کیدو او له ترهګرۍ سره په جنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بریاؤ ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ترهګرۍ او افراط پالنې خطر او د نړیوالو لپاره د دې دوو سپیرو ښکارندو څخه رامینځته شویو کړاونو له ترهګرۍ او افراط پالنې سره مبارزه ضروري کړې ده.
امریکا د سوریې د کردانو لپاره جنګی وسلې ولیږلې .
پنټاګون په افغانستان کې د ثبات د رامینځته کولو لپاره له پاکستانه مرسته وغوښته .
کیهان
امریکا له خپل ملت د جاسوسۍ ریکارډ وات کړ ، په یوه کال کې یې ۵۳۴ میلیونه اوریدنې کړی دی .
ټرمپ وایی ایټمی موافقه یوه وحشتناکه موافقه ده ځکه چی ایرانیان تراوسه مړه دی وی امریکا شعارونه ورکوی .
د داعش د ترهه ګر ې ډلې عواملو د حضرت امام رضا علیه سلام په سپیڅلی حرم کې د انتحاری عملیاتو لپاره له خپل پروګرام پرده اوچته کړه .
د هولوکاسټ په اړه د محمود عباس جنجالی وینا د صیهونیستانو غوسه راوپاروله .
په کراچۍ کښې د لشکر جهنګوي او طالبانو څلور غړي نیول شوي دي .
د ايران د اسلامي تبليغاتو د غږملتيا د شورا د انتفاضې او قدس د کمېټۍ مشر وويل: د مبارزې مېدان ته د فلسطينيانو د دريم او څلورم نسل په وردانګلو سره د غاصبو صهيونېسټانو د مقابلې لپاره د مبارزانو په رګونو کښې نوې وينې ګردش پېدا کړے دے.
ماسکواو بیجینګ یوځل بیاله جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړاعلان کړ. ددروسیې اوچین په ګډې اعلامیې کې چې داین پی ټی تړون دبیا کتنې د کنفرانس دمقدماتی کمیټې له دوهمې غونډې وروسته خپره شوی ، راغلی دی ، ماسکو اوبیجینګ دهغه څه په اساس چې د ملګروملتو دامنیت شورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې تصویب شوی دی ، دجامعې ایټمی موافقې له ا غیزمنې اجرا پر خپل بشبړ ملاتړ ټینګار کوی .
په دغې اعلامی کې روښانه شوې ده ، ماسکو اوبیجینګ په تیره بیا دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې د خپلو ژمنو دبشپړ اجرا لپاره په دغې موافقې کې د ټولو ګډون کونکو او دغه راز د دغې نړیوالې موافقې له اجرا د ملاتړ لپاره داین پی ټی تړون د ټولو غړو پرپابندۍ او له هغو اقداماتو پر ډډه کونې چې ددې د ا جرا خنډ کیږی ، ټینګار کوی .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، روسیه اوچین د امینت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس په ایران کې د څارنې او پلټنو په تامینیدا کې د ایټمی انرژ ۍ دنړیوال آژآنس له اساسی روله ملاتړ کوی او په دې باب د دآژانس دمشر یو کیاآمانو له منظمې تائیدیدا چې ایران دجامعې ایټمی موافقې په چوکاټ کې پخپلو ژمنتیاؤ عمل کوی ،هرکلی کوی .
د روسیې دخارجه وزارت د وسلو د کنټرول او نه پراختیا د ادارې مشر ولادیمیر برماکیف هم له دې مخکې وئیلی وو ، د این پی ټی تړون څه دپاسه یو سلو شلو غړو له جامعې ایټمی موافقې په ملاتړ کې د ګډې اعلامیې مسوده اعلان کړې او په دغې غونډې کې ګډونکو پنځه ویشتو هیوادونو دا لاسلیک کړې ده .
د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترش د ایټمی موافقې د ساتلو غوښتنه کړی ده .