د ایران د غوای د 24 نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i71168-د_ایران_د_غوای_د_24_نیټې_ځینې_مطبوعات
د افغانستان ولسي جرګې د کابل-واشنګټن د امنیتي تړون په ناکارنده توب ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2018 07:27 Asia/Kabul
  •  د ایران د غوای د 24 نیټې ځینې مطبوعات

د افغانستان ولسي جرګې د کابل-واشنګټن د امنیتي تړون په ناکارنده توب ټینګار وکړ

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د سری لنکا له ولسمشر سره د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغې خبرې ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی ، اسیایی هیوادونه باید له یوه بل سره ډیر کار او ملګرتیا وکړی .

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د سري لنکا له د ولسمشر مايتريپالا سيريسنا په کتنه کښې د دواړو هېوادونو او همدارنګه د برصغير سيمې د هېوادونو ترمېنځ کلتوري او تاريخي تعلقاتو ته په اشارې سره د ايران او سري لنکا د تجارتي تعلقاتو اوسنۍ اندازه له موجودو ظرفيتونو  څخه ډېره کمه وبلله.

حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د ايران سائنسي، فني او تحقيقاتي پرمختګونه د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د پراختيا لپاره يوه مناسبه زمينه وبلله او زياته يې کړه، د ايران اسلامي جمهوريت له سري لنکا هېواد او حکومت سره د دوستي او ملګرتيا مضبوطولو ته آماده دے او په دې لړ کښې پکار دي د تفاهم يادښتونه چې نه د دواړو هېوادونو ترمېنځ لاسليک شول په  جدي توګه تعقيب او عملي کړې شي.

د سري لنکا ولسمشر مايتريپالان سيريسنا هم په د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د خپل حوکومت او ملت د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره ايران په سائنسي، فني او پوهنتوني ډګرونو کښې ترټولو پرمختللے هېواد وبلۀ او اميد يې څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د زياتولو په نتيجه کښې به سري لنکا د ايران له سائېنسي پرمختګونو څخه برخوره شي.

 

 اسلامی ایران او چین د ایټمی موافقې په ساتلو ټینګار وکړ .

 

قدس شریف ته د امریکا د سفارت له انتقالولو سره په یو وخت د نړۍ په ۴۶ هیوادونو کې د امریکا پرضد مظاهرې وشوې .

 

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل د عراق او سوریې تجربې وښودله چې امریکا د ترهګرو په برابرولو او په دغو هیوادونو کښې د بې ثباتۍ او ناامنۍ د رامینځته کولو اصلي جرړه ده.

 

کیهان

 

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د سری لنکا له ولسمشر سره په کتنه کې وفرمایل د دواړو هیوادونو د تفاهم یادښتونه په جدی توګه تعقیب او عملیاتی شی .

 

د افغانستان دفاع وزیر د ایران د ملی امنیت د لوړی شورا له منشی علی شمخانی سره په کتنه کې وویل په هیڅ شرایطو کې به د افغانستان له خاورې ، ایران پرضد د ګواښ د رامینځته کولو اجازه ورنکړو . علي شمخاني هم په تهران کښې د افغانستان د دفاع وزیر ستر جنرال طارق شاه بهرامي په کتنه کښې په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او دفاعي برخو کښې د ایران او افغانستان د ملګرتیاو مخ په ترقۍ بهیر ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو ترمینځ په سرحدي سیمو کښې د ټکاؤ رامینځته کولو لپاره د ګډې هلې ځلې په دوام ټینګار وکړ.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دې خبرې سره چې له ګاونډي هیوادونو سره دوستانه اړیکې د ایران په بهرني سیاستو کښې ترټولو مهم وړومبیتوب دی، په افغانستان کښې د ثبات او امنیت رامینځته کول او په دغه هیواد کښې د موجودو ټولو ترهګرو ډلو بشپړ ګیرول د تهران او کابل ګډ هدف وباله.

هغه زیاته کړه: د سیمې د ځینو هیوادونو لخوا له مادي او استخباراتي ملاتړه برخوره تکفیري ترهګري د اسلامي هیوادونو او ولسونو لپاره ترټولو ستر ګواښ دی او یوازې د ګډې کړنلارې په غوره کولو او ملګرتیا سره ورسره مقابله کیدی شي.

هغه همداشان په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغو دردونکو اقداماتو د ختمولو لازمه بې شکه چې په افغانستان کښې د هراړخیزې پراختیا د بهیر بڼه نیونه او د دغه هیواد د ځوریدلو خلکو د معیشتي وضعې ښه کیدل دي.

په یاده کتنه کښې د افغانستان دفاع وزیر ستر جنرال طارق شاه بهرامي هم ایران ته له سفره د خوښۍ په ښودلو سره وویل: د افغانستان خلک به په سختو حالاتو کښې د ایران د ولس او حکومت ملاتړونه هیڅکله هیر نه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې هیواد به یې په هیڅ ډول حالاتو کښې د افغانستان له خاورې د ایران خلاف د کارول کیدو اجازه ور نه کړي.

 

د افغانستان ولسي جرګې د کابل-واشنګټن د امنیتي تړون په ناکارنده توب ټینګار  وکړ

 

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف په چین کې ویلی دی چی که مقرره شی چی ایټمی موافقه دوام ولری باید د ایرانی ملت ګټې تضمین شی .

ښاغلی عراقچی ویلی دی اروپایان ۶۰ ورځې فرصت لری چی ایران ته ضروری ضمانتونه ورکړی .

 د ایران په پارلیمان او امام خمینی رح په حرم د ترهه ګرې حملې په دوسیه کې اته داعشیانو لپاره د اعدام حکم صادر شو .

د امریکا هیل نشریه لیکی د سیمې په نسبت د بن سلمان لیدتوګه د ټرامپ او نتانیاهو په شان ده .

د پاکستان پولیسو د امریکا د قاتل ډیپلوماټ د تښتیدا مخه ونیوله .

د اروپایی کارپیژاندو د اټکلونو پر اساس تر ۲۰۳۰ کال پورې به د اروپا د مسلمانانو شمیر له ۴۴ میلیونو واوړی .

د امریکا خبری سایټ بیزینس اینسایډر په عراق  او سوریه کې له داعش سره د امریکا یی عسکرو د ملګرتیا اسناد خپره کړل .

 

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولیمشر ښاغلی روحانی د ایټالیا له لومړی وزیر سره په ټیلی فونی تماس کې وویل د ایران د ګټو د تامینیدا په شرط به ایټمی موافقه وساتی .

 

د ایران دولسمشر لومړی مرستیال جهانګیری وایی حکومت په هرو شرایطو کې د هیواد خمدیریت ته چمتو دې .

په فرانسې او اندونزی کې د اعش په حملو کې ۱۱ کسان مړه او ۴۸ ژوبل شوی دی .

سید محمد علی افشانی د تهران ښاروال شو .

 

ایران او سری لنکا د ګډې ملګرتیا ۵ سندونه لاسلیک کړل .

 

دپاکستان یوې استخباراتی ادارې ایف ایی ای دامریکا دسفارت پوځی اتاشی ډګروال جوزف امانوئل هال له هیواد ه د و تلو په وخت داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې ونیوه . دامریکا دغه ډیپلوماټ چې د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې یې د ټرافیک له  سرې اشارې په تیریدا سره یې  د اسلام اباد په یوه سړک کښې په موټر سائیکل سپور یو کس وژلی وو هڅه کوله له یوشمیر نورو امریکایانو سره یوځاې له پاکستان څخه خپل هیواد ته لاړ شی .

دامریکا یوه سی یودیرش(C-130) ډوله الوتکه په ځانګړی ډول  ددغه ډیپلوماټ د بیولو لپاره داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې کوزه شوی وه .

د پاکستان ځینو رسنیو ویلی دی چې دامریکا ددغه ډیپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتی ادارې ایف ایی ای له چارواکو سره دی .