د ایران د غوای د ۳۰ نیټې ځینې مطبوعات
د اروپایی اتحادیې د انرژۍ کمیشنر وایی د ایران د تیلو د صادراتو د ساتلو لپاره تضمین ورکوو
جمهوری اسلامی
ملگرو ملتو د غزې د وژلو په اړه د تحقیق کمیټۍ جوړیدا ته رایه ورکړه .
د اروپایی اتحادیې د انرژۍ کمیشنر وایی د ایران د تیلو د صادراتو د ساتلو لپاره تضمین ورکوو .
اسلامی هیوادونو د اسلامبول غونډې په پایبزې بیانیې کې د صیهونیستانو د جنایتونو د جاج کمیتۍ د جوړولو غوښتنه وکړه .
داعش د امریکایی عسکرو په مرسته په سوریه کې له فرات سیند تیر شو .
د ايران د خارجه وزارت وياند په کيوبا کښې د الوتکې د غورځېدو د پېښې په اړه د کيوبا حکومت او ملت ته تسليت ووايۀ
دامریکا ستراتیژۍ دایران پرضد دبندیز لګول دی . دامریکا اټلانټیک مجلې په یوه راپور کښې وویل دایران په وړاندې د امریکا د حکومت غلیمانه کړچار یوازې په تهران د دباو د راوړلو لپاره دی او هیڅ منطق نه تععیبوی .
دغه مجلې زیاته کړه له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته ددغه هیواد د خارجه وزارت دوو لوړرتبه چارواکو د ایران په وړاندې د سپینې ماڼۍ د ستراتیژیو په اړه د توضیح د ورکولو لپاره یوه غونډه جوړه کړه .
اټلانټیک مجلې په دغه راپور کښې ویلی دی دامریکا دخارجه وزارت دغو دوو لوړرتبه چارواکو ددغه توضیح د ورکولو په وخت له پیل څخه تر پاې پورې دایران پرضد د بایکاټونو له بیا لګولو د ولسمشر ټرمپ د هدف په اړه پوښتنو ته د ځوابونو له ورکولو ډډه وکړه .
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو دوه لوړرتبه چارواکو دغه مهمې پوښتنې ته چې دامریکا حکومت له اټومی تړون په وتلو سره څه هدف لری د ځواب د ورکولو توان نه درلود .
اټلانټیک مجلې زیاته کړه دامریکا د خارجه وزارت د چارواکو لخوا د نامعلومو او دمبهمو ځوابونو ورکولو دلیل دا نه دی چې دغه کسان له موضوع خبر نه دی بلکې هغوې به ددغه اقدام دجزیاتو په ورکولو خیځل او وشرمیږی .
کیهان
د امریکا په ښونځیو کې د تلفاتو شمیر د جنګ په میدانونو کې له تلفاتو زیات شو .
نیویارک ټایمزورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ میلادی کال له انتخاباتو درې میاشتې مخکې د اوسنی ولسمشر زوی ډونالډټرمپ جی ار د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو له یوه استازی سره کتنه کړی وه او په انتخاباتو کښې دخپل پلار د بریالی کیدا په هکله یې له دغو دوو هیوادونو د مالی مرستې غوښتنه کړی وه .
د یمن عسکرو دعربستان د ریډار په مرکز برید کړی دی . دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې د عسیر ولایت په خمیس مشیط اډې کښې د عربستان د ریډار په یوه مرکز د بدر یوبلاسټیک توغندی حمله وکړه .
د یمن پوځ تیره میاشت هم په خمیس مشیط سیمه کښې د سعودی عربستان د ریډار په مرکز توغندوی حمله کړی وه .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په تیرې پنجشنبې ورځې هم په لحج ولایت کښې په العند سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په یوه مرکز د بدر یوډوله توغندی ویشتلی وو .
دیمن عسکر دغه راز بریالی شوی دی په شمال کښې په الجوف ولایت کښې په عملیاتو کښې دسعودی عربستان د ګوډاګیانو درې پوځی ویجاړ کړی اود عربستان څو ګوډاګیان هلاک او څو نور ژوبل کړی .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دبې ګناه خلکو پرضد دمتحده عربی اماراتو، اردن ،انګلستان، امریکا او داسرائیلو په مرستې سره حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې له کبله یې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او دغه هیواد بیخی تباه شوی دی
د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه تهران ته د اروپايي اتحادیې د پیغام د انتقال خبر ورکړ او ویې ویل: د دغې اتحادیې سیاسي اراده د برجام ساتنه ده.
اطلاعات
په تهران کې د اروپا د انرژۍ کمیشنر وویل اروپایی اتحادیه د برجام د ساتلو لپاره امریکا په وړاندی دریږی .
ملګرو ملتو د صیهونیست رژیم د وژلې په اړه د حقیقت معلومونکی کمیتۍ جوړولو ته رایه ورکړه .
د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: مقاومت به په بیت المقدس کښې د امریکې سفارت پرې نږدي او د فلسطین د خلکو د حقوقو د ضمانت یوازنی عنصر مقاومت دی.
د بحرين په مختلفو سيمو کښې خلقو د امريکې په خلاف مظاهرې وکړې .
د سعودی عربستان چارواکو د سیاسی فعالانو دځپلو د سیاست په دوام کښې د بشری حقوقو د فعالانو په شمول یوشمیر نور سیاسی فعالان ونیول
د لبنان د باندنیو چاروپخوانی وزیر عدنان منصور پرون وویل د حزب الله غورځنګ پرضد دامریکا بندیزونه د لبنان د پارلمان دانتخاباتو په نتیجو د واشنګټن د خپګان ښودنه کوی او دغه بایکاټ حزب الله ته هیڅ تاوان نه رسوی
امریکا او اسټرالیا د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اسرائیلو د جنایتونو په اړه د خپلواکه تحقیق لپاره دملګروملتونو له اقدام سره مخالفت وکړ
د پاکستان خلکو په یو لړ مظاهرو کې د اسراییلو جنایتونه وغندل
دپاکستان په کویټه کښې پینځه ترهګر ووژل شول
دټرمپ زوی له عربستان او اماراتو مرسته غوښتی وه. نیویارک ټایمزپرون راپور ورکړ چې د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ میلادی کال له انتخاباتو درې میاشتې مخکې د اوسنی ولسمشر زوی ډونالډټرمپ جی ار د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو له یوه استازی سره کتنه کړی وه او په انتخاباتو کښې دخپل پلار د بریالی کیدا په هکله یې له دغو دووهیوادونو د مالی مرستې غوښتنه کړی وه .
دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی ډونالډ ټرمپ جی ار په ټرمپ برج کښې د ۲۰۱۶ میلادی کال داګست دمیاشتې په دریمه نیټه د سعودی عربستان او د متحد عربی اماراتو له یوه استازی سره غونډه کړی وه او په دغه غونډې کښې د اسرائیلو د ټولنیزو رسنیو د چارو یو کارپیژاندی جوئل زامیل او دغه راز د بلیک واټر امنیتی شرکت بنسټګر اریک پرینس هم موجود وو .
جوئل زامیل د هغه شرکت استازی توب کوی کوم چې د ټولنیزو رسنیو په برخه او د معلوماتو په راټولولو کښې د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارو پخوانی افسران ګمارلی دی .
د امریکا د ولسمشر د زوی ، د متحده عربی اماراتو، د سعودی عربستان او د اسرائیلو د څو کارپیژاندو په نوموړي غونډې کښې ګډون هغه لومړۍ نښه ده چې له روسیې پرته نورو هیوادونو(عربستان او متحده عربی اماراتو ) د ډونالډ ټرمپ په ملاتړ کښې د امریکا دولسمشرۍ په انتخاباتو د اغیز دشیندلو هڅه کړی وه .