دامریکا ټوله هڅه دایران داقتصاد ناامنه کول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i72340-دامریکا_ټوله_هڅه_دایران_داقتصاد_ناامنه_کول_دی
زمونږخبریال وایی د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل دامریکا حکومت په اوس وخت کښې دایران د اقتصاد د ناامنه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کړی ده او د دغه هیواد دخزانې وزارت (United States Department of the Treasury)دایران پرضد دجنګ په کوټې بدل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 07:24 Asia/Kabul
  • امریکا او دهغه ملګري هیوادونه د مینځني ختیځ په حساسې سیمې کښې  پیاوړی ایران نشي زغملی .
    امریکا او دهغه ملګري هیوادونه د مینځني ختیځ په حساسې سیمې کښې پیاوړی ایران نشي زغملی .

زمونږخبریال وایی د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل دامریکا حکومت په اوس وخت کښې دایران د اقتصاد د ناامنه کولو لپاره خپله ټوله هڅه کړی ده او د دغه هیواد دخزانې وزارت (United States Department of the Treasury)دایران پرضد دجنګ په کوټې بدل شوی دی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران داسلامی جمهوریت پرضد رامینځته شوی ګواښونه په فرصت بدلولی شو وویل  ایران له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره زیاتې تجربې لری او تراوسه توانیدلی دی له لګیدلیو بندیزونو تیر شی .

دایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری دامریکا لخوا دایران ضد سیاستونو دملاتړ لپاره د سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم سپیره ائتلاف ته په اشارې سره وویل دغه سپیره ائتلاف دایران داسلامی جمهوریت ګټو ته دتاوان د رسولولپاره رامینځته شوی چې په سیمه کښې د ایران د ستراتیژیک عمق(Strategic depth) او د نفوذ مخه ونیسی .

جهانګیری ټینګار وکړ امریکا او دهغه ملګری هیوادونه د مینځنی ختیځ په حساسې سیمې کښې  پیاوړی ایران نشی زغملی او دهغوې لومړنی هدف ایران ته د  ګوزار ورکول دی .

هغه له اټومی موافقې دامریکا وتلوته په اشارې سره وویل امریکا دسیمې له یو محدود شمیر حکومتونو سره یوځاې چې داټومی تړون مخالفه وه خو دنړۍ په سویه څنګ ته شوی ده او حتی اروپایی اتحادیه ، چین او روسیه د اټومی موافقې ددفاع لپاره ولاړ دی .