ایران د امریکا د دښمنیانو په وړاندی دریدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i73044-ایران_د_امریکا_د_دښمنیانو_په_وړاندی_دریدلی_دی
ښاغلی لاریجانی نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کی د امریکا د ولسمشر د وروستیو ایرانی ضد څرګندونو په اړه زیاته کړه ټرمپ په داسې حال کی چی د ایران پرضد د سختو بایکاټونو خبره کوله ، د مسلو د اواری لپاره له ایران سره د نویو خبرو اترو د یو ډول ضرورت مدعی شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2018 08:54 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا د دښمنیانو په وړاندی دریدلی دی

ښاغلی لاریجانی نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کی د امریکا د ولسمشر د وروستیو ایرانی ضد څرګندونو په اړه زیاته کړه ټرمپ په داسې حال کی چی د ایران پرضد د سختو بایکاټونو خبره کوله ، د مسلو د اواری لپاره له ایران سره د نویو خبرو اترو د یو ډول ضرورت مدعی شوی دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر علی لاریجانی وویل امریکا دې ډاډمنه شی چی د ایران ملت به دامریکا او صیهونیسټانو د دښمنیانو په وړاندی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود تر ځیرې  مشرۍ لاندې په پیاوړی ارادی سره خپلې لارې ته دوام ورکړی .

ښاغلی لاریجانی نن د پارلیمان په څرګنده غونډه کی د امریکا د ولسمشر د وروستیو ایرانی ضد څرګندونو په اړه زیاته کړه ټرمپ په داسې حال کی چی د ایران پرضد د سختو بایکاټونو خبره کوله ،  د مسلو د اواری لپاره له ایران سره د نویو خبرو اترو د یو ډول ضرورت مدعی شوی دی .

لاریجانی د دې خبرې په کولو سره چی د سیاست دنیا د عقلانی  محاسباتو او مروداتو ځای دی ، نه د بی نزاکته سیاسی کړنو ، جوته کړه کله چی ټرمپ ایټمی موافقه حرفه ای او اخلاقی ژمنو ته له پامه پرته په ډیرې اسانۍ سره تر پښو لاندې کوی ، نو  څه توقع لری چی څوک د هغه ادعاګانو ته پام وکړی .

د ایران د پارلیمان مشر د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ایران مسولان د اروپا د وخت له ټاکلو پرته ژمنو په تمه نه پاتی کیږی ، جوته کړه که اروپا ایټمی موافقه ساتلې شی نو باید خپله فیصله جوته او چټکه اعلان کړی ، کنی نو د ایران اسلامی جمهوریت راتلونکی ګامونه څه په ایټمی مسلو او څه په نورو مسلو کی  پورته کوی .

د می میاشتی په اتمه نیټه له ایټمی موافقې په وتلو کی د ټرمپ له اقدام او د برجام د ساتلو لپاره د ار وپایی هیوادونو له اقدامه وروسته  ایران اروپایانو ته محدود فرصت ورکړ  تر څو عملی تضمین ورکړی چی د امریکا د بایکاټونو د ستنیدا په وخت د ایران د ایټمی موافقې ګټې تامین شی .