ايران د اطلاعاتو وزارت د ترهه ګرنېټ ورک ۲۷ غړي ونيول
د ايران د اطلاعاتو وزارت د ترهه ګر نېټ ورک اوويشت غړي چې د روژې په مبارکه مياشت په تېره بيا د قدر په شپو کښې او د قدس د ورځې په موقع يې پراخه جنايتونه ترسره کول غوښتل وپېژندل او ونيول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د ايران د اطلاعاتو وزارت نن وويل: دغو کسانو د استکباري اهدافو په لړ کښې د اسلامي ايران د ناامنه کولو او په تهران او څو نورو مهمو ښارونو کښې د ترهه ګريزو عملياتو ترسره کول غوښتل او په مجازي فضاء کښې د يو لړ تصويرونو په خپرولو سره يې د اسلامي ايران شريف ملت په انتقام او وژلې ګواښلے ؤ چې د امنيتي ځواکونو په هوښيارۍ، د قضائي چارواک او نظامي او انتظامي ځواکونو په تېره بيا د فتا پوليسو په ملګرتيا سره ټول ونيول شول.
د ايران د اطلاعاتو د وزارت د رپوټ له مخې له دغه ترهه ګر نېټ ورک څخه زياتې وسلې اود ترهه ګرۍ او جنګي نور سازوسامونونه ونيول شول او ضبط کړې شول.
د ايران د اطلاعاتو وزير سيد محمود علوي له دې مخکې د ايران د اطلاعاتي او امنيتي ځواکونو عملياتي او په موقع عملياتو سره د څو ترهه ګريزو ټيمونو د نيولو خبر ورکړے ؤ.
د هغه د وېنا له مخېد ايران د امنيتي ځواکونو په کوششونو سره په ايران کښې په تېر ۲۰۱۷ کال کښې درې سوه ترهه ګريز ټيمونه تباه کړې شوي دي.