دایران ملت به امریکا ته ماتی ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74123-دایران_ملت_به_امریکا_ته_ماتی_ورکړی
زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په دې خبرې ټینګار سره چې دایران ملت د تیریګرو او زور ویونکو په وړاندې نه دی تسلیم شوی او نه تسلیمیږی ټینګار وکړ دایران خلک به د ارادو په مبارزې کښې امریکا ته ماتی ورکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 00:08 Asia/Kabul
  • دایران ملت دریمه(۳) لاره انتخاب کړي دي او امریکا به د ارادو په جنګ کښې په ګونډو کړي .
    دایران ملت دریمه(۳) لاره انتخاب کړي دي او امریکا به د ارادو په جنګ کښې په ګونډو کړي .

زمونږخبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون په دې خبرې ټینګار سره چې دایران ملت د تیریګرو او زور ویونکو په وړاندې نه دی تسلیم شوی او نه تسلیمیږی ټینګار وکړ دایران خلک به د ارادو په مبارزې کښې امریکا ته ماتی ورکړی .

حسن روحانی پرون دایران د حکومت د لوړرتبه مدیرانو د همفکرۍ په غونډه کښې له اټومی موافقې دامریکا وتلو ته په اشارې سره وویل په یوپنځوسو(۵۱) ورځو کښې چې له اټومی تړون دامریکا د وتلو تیریږی دنړۍ ټولو هیوادونو دامریکا ولسمشر ټرمپ او ددغه هیواد واکمنان وغندل  خو هیڅ هیواد دغه خبره نه ده کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت شاتګ کړی دی یا له بایکاټ ویریدلی دی اپوته ټولو هیوادونو دستر ایران د عقل او دتدبیر خبره کړی ده .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی تړون هماغه راز په خپل ځاې پاتی دی وویل امریکا ، صهیونیسټ رژیم او په سیمه کښې دایران داسلامی جمهوریت بدغواړو هیوادونو  داسې فکر کاوه چې له اټومی تړون دامریکا په وتلو سره ایران به  هم څو ساعته وروسته له دغه موافقې ووځی خو ایران له بیړۍ او احساساتو ډکه فیصله ونکړه .

هغه زیاته کړه هغه وخت چې دایران اسلامی جمهوریت وویل د دوستانو ، اروپایی هیوادونو، روسیې او دچین په غوښتنه دغو هیوادونو ته د اټومی تړون دساتلو لپاره فرصت ورکوی امریکا، صهیونیسټ رژیم او دسیمې بدغواړی حیرانه شول او دایران دملت دتدبیر په وجه دوې ته داسې  ګوزار ورکړل شو چې فکر یې هم نه کاوه .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې دامریکا په مقابل کښې  تسلیمیدل ،دملی عزت دساتلو او د داخلی اختلافاتو له دوام پرته دامریکا په وړاندې د مقاومت او دکورنیو اختلافاتو له دوام سره یوځاې دامریکا په مقابل کښې دریدل داټومی موافقې په اړه دامریکا دنوی دریځ په وړاندې دایران داسلامی جمهوریت مخ ته درې(۳) پرتې لارې دی وویل دایران ملت دریمه(۳) لاره انتخاب کړی ده او امریکا به د ارادو په جنګ کښې په ګونډو کړی .