د ایران د چنګاښ د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74330-د_ایران_د_چنګاښ_د_۱۳_نیټې_ځینې_مطبوعات
امکان نلری چی د سیمې تیل صادر شی او د ایران تیل صادر نشی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2018 07:25 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د ۱۳ نیټې ځینې مطبوعات

امکان نلری چی د سیمې تیل صادر شی او د ایران تیل صادر نشی

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د ډاکټر روحانی وروستیو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی چی  د ټرمپ د تیلی ګواښ په ځواب کی یې کړی دی ، هغه  وویل امکان نلری چی د سیمې تیل صادر شی او د ایران تیل صادر نشی . حسن روحانی چې د سویزرلینډ له چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره دغه هیواد ته ورغلی په سویزرلینډ کښې له هستوګنه یوشمیر ایرانیانو سره په کتنې کښې  د هیواد دباندې د ایرانیانو ارزښتناک فعالیتونه د ویاړ سبب وبلل او ویې ویل زمونږ د ټولو دنده د ملت د ډیر پرمختګ او هوساینې لپاره هڅه ده .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې زمونږ مادی او معنوی ژوند د ایران  له پرمختګ او سرلوړې سره تړلی دی وویل دحکومت هڅه دخلکو په وحدت او ملګرتیا سره دملی هدفونو تحقق دی .

 

هغه دې ته په اشارې سره چې دنړۍ له قدرتونو سره په خبرو کښې د ایران دملت منطق ثابت شوی دی وویل داټومی موافقې داجرا په نتیجه کښې له نړۍ سره دایران اقتصادی او علمی تبادلې او تعامل زیات شو او دهیواد دباندې د هستوګنه ایرانیانو لخوا په بیلابیلو برخو کښې په میلیارډونو ډالره پانګونې شوی دی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې اټومی موافقه د نړۍ او دایران دګټو پراساس لاسلیک شوی ده  وویل د ایران منطق نه دی بدل شوی خو یو بې منطق لوری (امریکا) له اټومی موافقې وتلی چې هدف یې دایران په ملت د دباو راوستل دی .

هغه وویل له بایکاټ دامریکا هدف د ایران دخلکو په ژوند دباو راوستل دی خو واشنګټن ادعا کوی  غواړی دایران په حکومت دباو راولی  داپه داسې حال کښې دی چې دایران دتیلو د صادرولو د مخنیوی لپاره دهڅې او ددرملو په شان د ضروری شیانو د واردولو مخه نیول دایران په خلکو ددوه چند دباو په معنا دی .

 

د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د اروپا اقتصادی پیکج د جمعې په ورځ اعلانیږی .

په عراق کی د امریکا پخوانی سفیر اعتراف کړی چی د عراق د هغه وخت د لومړی وزیر نوری مالکی د حکومت د نسکورولو ماموریت مې درلود .

 

امریکا نوی نوی ایټمی بمونه په ترکیه کی ځای پر ځای کوی .

 

د ایران د اسلامي جمهوریت د ځمکني پوځ قومندان وویل: امریکایانو ثابته کړې ده چې د بشریت دښمنان دي او له قدرتمنو او باثباته هیوادونو سره مخالفت کوي .

 

د نړۍ له څلویښتو زیاتو هیوادونو د ټرمپ پر تجارتي سیاستونو اعتراض وکړ .

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لوړرتبه غړي اسماعیل رضوان له صهیونیسټ رژیم سره د دغه غورځنګ د غیرمستقیمو خبرواترو په لړ کښې د غزې د بیارغاونې لپاره د قطر کمیټې د مشر ادعا دروغ وبلله.

 

اطلاعات

د اسلامی ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په سویټزرلینډ کی د میشتو ایرانیانو په ټول کی وویل د ایران د تیلو د صادراتو صفر ته د رسولو ګواښ چټیات دی .

د یمن په صعده کی د واده په دستورو د عربستان په وحشیانه حمله کی ۱۱ کسان شهیدان شوی دی .

 

د سوریې دباندنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم په مرستو سره په سوریې کښې د فلسطینیانو کورونه وران کړل

 

د ايران د خارجه وزارت وياند قاسمی  وويل: ايرانيان به د ايران په مسافروړونکې الوتکې د امريکائي بېړۍ د حملې جنايت هيڅکله هېر نه کړي.

 

 

د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم پرون د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د خپلې غلیمانه کړنلارې په دوام کښې له اروپايي هیوادونو وغوښتل چې د امریکې د بندیزونو په وړاندې له ایرانه خپل ملاتړ ختم کړي.

اسلامی ایران هرډول وژله او تاوتریخوالی غندی . دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه ټویټر پیغام کښې په پاریس کښې د منافقینو د ترهګرې ډلې په غونډې کښې د بم چاودنې د چټی دوسیې په ارتباط په جرمنی کښې د ایران دیوه ډیپلوماټ نیول کیدا ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت په هرځاې کښې هرډول تاوتریخوالی او وژله غندی .

هغه په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت چمتو دی په دې اړه ټولو اندیښنو ته ځواب ورکړی وویل د حیرانتیا خبره ده چې اروپا ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی او د ورسره پلاوی له سفر سره په یووخت دایران پرضد ادعا مطرح کیږی او یوکس نیول کیږی هم .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل سویزرلینډ او اسټریا ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی سفرونو دایران دښمانان او مخالفان دخپلو ژمنو په وړاندې  داروپا د دندې په ترسره کولو د ټینګار او د اټومی موافقې د پیاوړی کولو لپاره د حسن روحانی د سلامشورې د بې اغیزه کولو لپاره د یوې سناریو جوړولو ته مجبوره کړی دی .

دفرانسې پلازمینه پاریس ښار په تیرې شنبې ورځ د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د کلنی غونډې په کوربه توب سره یوځل بیا د لویدیځ د روزل شویو ترهګرو په مرکز بدل شو .

 

همدلی ورځپاڼه

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی له خپل سویسی هم څنګ سره په مطبوعاتی کانفرنس کی ویلی دی امریکا د ایران د تیلو د صادراتو د غوڅولو په ارتباط چټیات وایی . د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په برن ښار کښې د سویټزرلینډ له ولسمشر الین بِرسِټ سره یوځاې د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په ګډه غونډه کښې څرګنده کړه: د برجام موافقې یو لوظ ماتونکی لوری نه یوازې په غیرقانوني توګه له دغې موافقې وتلی دی بلکې نور لوري هم ګواښي چې په دې موافقه کښې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي.

د ایران ولسمشر د دواړو هیوادونو لخوا لاسلیک شوې هوکړې او د ملګرتیا اسناد او د سوداګرو ګډه اقتصادي غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د تهران او برن د ارادې یوه نښه وبلله او ویې ویل: په ایران کښې د سویس شرکتونو د پانګونې او اقتصادي ملګرتیا د پراختیا لپاره پریمانه ظرفیتونه شته دي.

په دغه غونډه کښې د سویټزرلینډ ولسمشر الین برسټ هم په دې خبرې سره چې له ایټمي موافقې د امریکې وتل له ایران سره د سویټزرلینډ د حکومتي او خصوصي برخو په ملګرتیا هیڅ اغیزه نه کوي، څرګنده کړه: له ایراني تاجرانو سره په ننۍ غونډه کښې د سویټزرلینډ د ۴۰ سترو شرکتونو شتون له ایران سره د اقتصادي اړیکو دوام ته د سویټزرلینډ د هوډ نښه ده.

د نړۍ د څه باندې څلویښتو هیوادونو استازو د نړیوال تجارت د سازمان د شیانو د شورا په غونډه کښې د ګاډو او د هغو د سپیر پارټس د وارداتو د ټیرف د زیاتولو لپاره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر طرحې اعتراض وکړ.

امریکایان د مقتدرو او باثباته هیوادونو مخالف دي . برید جنرال کیومرث حیدري پرون په تهران کښې د چین د دفاع وزارت د یو پلاوي په کتنه کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت او چین په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې دوه اغیزشیندونکي هیوادونه دي او دواړه هیوادونه له ورته ګواښونو سره مخ دي.

هغه په دې خبرې سره چې په د چین له پوځي پلاوي سره په کتنه کښې یې مطرح شوي بحثونه په روزنیزو، عملیاتي او د اطلاعاتو او تجربې د تبادلې په لړ کښې وو، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت په پوځي برخو کښې ډیرې تجربې لري او د ایرن د مقدسې دفاع د اتو کلونو تجربې د نړۍ د ټولو پوځونو لپاره په زړه پورې او مهمې دي.

په پاکستان کښې په ترهه ګريزو حملو کښې اته تنه ووژل شول .

فلسطیني میرمنو په غزه کښې زوږناک لاریون وکړ .

يمني ځواکونو د دغه هېواد په شمال کښې د سعودي ائتلاف له قبضې دوه سيمې ازادې کړې .