د څلورو ایراني سفارتکارانو د شهادت هیڅ سند نشته
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې د ایران د څلورو تښتول شویو ډیپلماټانو په شهادت دلالت کونکی هیڅ سند نشته.
حسین امیر عبداللهیان په یو ټویټ کښې ولیکل: لکه څنګه چې سمیر قنطار د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې اسیر و خو د تل ابیب د بیا بیا تکذیبولو سره سره ۳۰ کاله پس آزاد شو، د ایران تښتول شوي ډیپلماټان هم د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې پراته دي.
د ویلو ده چې د ۱۳۶۱ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په څوارلسمه نیټه د صهیونیسټي رژیم لاس پوڅو د سید «محسن موسوی»، «احمد متوسلیان»، «کاظم اخوان» و «تقی رستگار مقدم» په نومونو د ایران د اسلامي جمهوریت څلور ډیپلماټان د لبنان په خاوره کښې وتښتول. موجود شواهد او مدارک ښودنه کوي چې دغه تښتول شوي ایراني سفارتکاران لاهم د اسرائیلي ځواکونو په بند کښې دي.
په تیرو دریو لسیزو کښې د یادو ډیپلماټانو د آزادۍ لپاره د ایران د ډیرو اقداماتو او هلوځلو باوجود د دغو کسانو په هکله لاهم دقیقه اطلاع نشته.