د نړۍ اکثره هیوادونه د امریکا له داخلی قوانینو پیروی نه کوی
د ایران ، سیمې ، اسلامی نړۍ او حتی خپلو متحدانو په نسبت د امریکا سیاست او لاره د دوام وړ نده .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی وویل د ایران دولت له بیلا بیلو اروپایی ، چین ، روسیې ، ګاونډیو هیوادونو او مهمو اسیایی هیوادونو سره ښې خبرې اترې درلودلی اواکثرو ویلی دی چی د امریکا له داخلی قانون پیروی نه کوی .
د ایران د مجریه ، مقننه او قضاییه قواوو مشرانو غونډه نن د اقتصادی مسلو او د امریکا د غیر قانونی بایکاټونو په شمول د ایران د روانو مهمو مسلو د جاج په چورلیز سره ترسره شوه .
ډاکټر حسن روحانی د دریو قواوو د مشرانو د غونډې په پاې کی د خبریالانو په ټول کی دې ته په اشارې سره چی له نورو هیوادونو سره د ایران د اقتصادی تعامل بهیر د تیر وخت په شان دوام لری ، جوته کړه د ایران ، سیمې ، اسلامی نړۍ او حتی خپلو متحدانو په نسبت د امریکا سیاست او لاره د دوام وړ نده .
ښاغلی روحانی انګلستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر سره په یو وخت په لندن کی ولسی اعتراضونو ته په اشاری سره ټینګار وکړ د امریکایی چارواکو سیاست نه یوازې د ایران د ملت بلکې د نورو ملتونو او حتی خپلو متحدانو په وړاندی بلا غوښتونکی او غیر قانونی دی .
د ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی د امریکا بایکاټونه په ایرانی ملت د دباو په هدف پلان شوی دی ، جوته کړه د واشنګټن دولت له مخکې زیات مسلمانانو او پراختیایی هیوادونو ترمینځ منفور دې او حتی د امریکا دننه هم له مشکلاتو سره مخامخ دې .
ښاغلی روحانی دې ته په اشارې سره چی د امریکا حکومت د دنیا په عمومی افکارو او ایرانی اولس ترمینځ له مخکې زیات منزوی شوی دې ټینګار وکړ د مقاومت او دریدا لاره ، پلانونه ، د ایران له خلکو سره غږملتیا او له ملګرو حکومتونو سره تعامل د دښمنانو دسیسې شنډوی .