له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې د ايران او پاکستان تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو لوے درستيز جنرل محمد باقري او د پاکستان د فوځ ستر قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه بېګا يوه ګډه بيانيه جاري کړه.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه بيانيه کښې چې پاکستان ته د ايران د وسله والو ځواکونو د لوے درستيز د سفر په آخر کښې جاري شوه راغلي دي، دواړه هېوادونه د امنيت، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د اطلاعاتو د تبادلې په لړ کښې د دوو اړخيزو ملګرتياو لپاره د يو بشپړه فوځ چوکاټ د برابرولو په لړ کښې تفاهم ته ورسېدل.
د دغې بيانيې له مخې دواوړ خواو موافقه وکړه چې د سيمې او د ايران او پاکستان د پولو د خواو شا امنيتي فضاء د پراختيا لپاره د ګډې عملياتي او تاکتيکي ملګرتيا او دوامدارې او څو مرحله ايزې خبرې اترې به دوام مومي.
د پوله ايزو امنيت د ټينګولو لپاره د دواړو هېوادونو د فوځونو لخوا له نړيوالو طريقو او سيمه ايزو قوانينو څخه استفاده او په خپلو کښې سره ملګرتيا د دغې ګډې بيانيې يو بل بند دے.
په دغه بيانيه کښې همدارنګ راغلي دي دواړه لوري به اجاره ورنکړي د خپل هېواد خاوره يې د بل په خاوره د تېري لپاره استعمال شي.
دواړو خواو همدارنګ په سيمه کښې له صلحې او ثبات سره د موثرې مرستې او ودې په تېره بيا د داعش په شان له سيمې نه د وراخو ترهه ګرو له مسلط کړې شوي ګواښ سره د مقابلې لپاره په ګډو ژمنو او ذمه واريو تاکيد وکړ.
جنرل محمد باقري د تېر ايتوار په ورځ د جنرل قمر جاويد باجوه په بلنه د پاکستان پائتخت ته اسلام آباد ته لاړ.