ایران د صهیونیسټي رژیم د پارلیمان توکمپاله منصوبه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74890-ایران_د_صهیونیسټي_رژیم_د_پارلیمان_توکمپاله_منصوبه_وغندله
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د صهیونیسټي رژیم په پارلیمان (کنسټ) کښې د (یهود هیواد) د توکمپالې لایحې تصویبیدل وغندل او ويې ویل: په نیواکي فلسطین کښې به اپارټایډ مونډ د فلسطیني ولس په همت او مقاومت سره ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 00:53 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیسټي رژیم د پارلیمان توکمپاله منصوبه وغندله

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د صهیونیسټي رژیم په پارلیمان (کنسټ) کښې د (یهود هیواد) د توکمپالې لایحې تصویبیدل وغندل او ويې ویل: په نیواکي فلسطین کښې به اپارټایډ مونډ د فلسطیني ولس په همت او مقاومت سره ووځي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې بهرام قاسمي څرګنده کړه: ناروا او توکمپال صهیونیسټ رژيم د فلسطین د نیواک او د دغه ټاټوبي د اصلي خاوندانو د قتل عام په بنیاد جوړ شوی او د دغه رژیم د پارلیمان وروستی اقدام د تیرو اویا کلونو په اوږدو کښې د دغه رژيم په توکم پال ماهیت او کړار باندې د تایید یوه بله ټاپه ده.

قاسمي زیاته کړه: له صهیونیسټي رژيمه د امریکې هراړخیز ملاتړ او قدس ته د دغه هیواد د سفارت په منتقلولو کښې د ټرمپ د حکومت اقدام او همداشان د فلسطین له غاصبانو سره د اړیکو د سمولو لپاره د ځینو عربو هیوادونو کوشش او د نړیوالو قوانینو او اصولو د خلاف ورزۍ په وجه د دغه رژیم نه سزا کیدل او هره ورځ یې د فلسطین د مظلومو خلکو وژل د فلسطین د یهودي کولو د سیاست په دوام او د هغوي د قومي پاکسازۍ د سیاست په دوام کښې د صهیونیسټانو د سپين سترګۍ سبب شوي چې بې شکه په سیمه کښې به لازیاته بې ثباتي او ناامني په ځان پسې ولري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د توکمپالنې او اپارټایډ زمانه تیره شوې، څرګنده کړه: په نیواکي فلسطین کښې توکمپالنه به هم د فلسطین د خلکو او مسلمانو ولسونو او د نړۍ د آزادي غواړو په همت او مقاومت سره له مینځه لاړه شي.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم پارلیمان وړمه ورځ د پراخو اعتراضونو باوجود، د (یهود هیواد) توکمپاله لایحه تصویب کړه.

دغه توکمپال قانون فلسطین، د صهیونیسټانو وطن بللی او فلسطینیان له ټولو ښاري او انساني حقوقو بې برخې کوي.