حج د دیني ورورولۍ د پراختیا لامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i74891-حج_د_دیني_ورورولۍ_د_پراختیا_لامل_دی
د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه استازي وویل: حج د اسلامي هیوادونو ترمینځ دیني ورورولي زیاتولی شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 21, 2018 05:37 Asia/Kabul
  • حج د دیني ورورولۍ د پراختیا لامل دی

د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه استازي وویل: حج د اسلامي هیوادونو ترمینځ دیني ورورولي زیاتولی شي.

د ایرنا د رپورټ له مخې حجت الاسلام سید علي قاضي عسکر پرون د تهران د جمعې لمانځه له خطبې مخکښې په خپله وینا کښې، حج، په خلکو کښې د یني عقایدو د ژورتیا او د حاجیانو د پوهې او خبرتیا د کچې د لوړتیا لامل وباله او ویې ویل: ځیني په فتنه اچونې او د ناسمو مسائلو په مطرح کولو سره حج ته د خلکو د نظر د خرابولو هڅه کوي.

د ابراهیمي حج په مناسکو کښې د ایراني حاجیانو سرپرسټ په دې خبرې سره چې خدای تعالی(ج) کعبه د اسلامي ټولنې د ساتنې او د عبادت لپاره وړومبنۍ خونه ټاکلې ده، زیاته کړه: د خدای ګران رسول(ص)، هم د مکې مکرمې او هم د مسجدالحرام او کعبې شریفې لپاره د ډیر زیات اهمیت قائل و.

د ویلو ده چې سږ کال ۸۵ زره او ۲۰۰ ایراني زیارتوال د حج تمتع په سترو مراسمو کښې د ګډون لپاره عربستان ته لیږدول کیږي او د ایراني حاجیانو وړومبۍ تیره چارشنبه یعنې د جولایۍ په اتلسمه نیټه د وحي ټاټوبي ته واستوله شوه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم تیره دوشنبه د حج د مسئولینو په کتنه کښې دغه فریضه د معنویت او سیاست د سره اخښل کیدو نمونه او د هغې ترټولو مهمه ځانګړتیا یې په یو معلوم وخت او ځاې کښې د مسلمانانو راغونډیدل وبلل او ویې ویل: حقیقي حج هغه دی چې له یوې خوا پکښې له مشرکانو برائت وشي او له بلې خوا د مسلمانانو د وحدت، یوزړه توب او یو غږتوب زمینه برابره کړي.