امریکا د عراق او دسوریې ۱۰۵۹ ملکیان وژلی
Jul 26, 2018 23:58 Asia/Kabul
-
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ځلونو په ملکي خلکو حملې کړي دي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا په مشرۍ دداعش پرضد د تش په نامه نړیوال ائتلاف پرون په یوه ۱)راپور کښې اعتراف وکړ له دوه زره څوارلسم(۲۰۱۴) میلادی کال راهسې تراوسه په عراق او سوریې کښې ددغه ائتلاف په حملو کښې یوزر نهه پنځوس(۱۰۵۹) ملکی وګړی وژل شوی دی .
په مخکنی راپور کښې چې په تیرې جون میاشت کښې خپور شوی وو دامریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په سوریې او عراق کښې د اته سوه دوه نوی(۸۹۲) بې ګناه ملکی وګړو په وژلو اعتراف کړی وو .
خو دایروارز(Airwars) څارونکی ډلې څیړنې وایی په عراق او سوریې کښې د امریکا د ائتلاف په هوایی حملو کښې له پینځوزرو (۵۰۰۰) زیات ملکی وګړی وژل شوی دی .
امریکا له تیرو څو کلونو راهسې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په سوریې او عراق کښې په ځلونو په ملکی خلکو حملې کړی دی .
ټیګونه