د سږ کال د حج حالات ښه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75480-د_سږ_کال_د_حج_حالات_ښه_دي
د ولي فقیه استازي او د بیت ا... الحرام د ایراني حاجیانو سرپرست وویل: د سږ کال د حج حالات له تیر کاله ښه دي او کوشش کیږي چې د احتمالي ستونزو لاملونه کم شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 11, 2018 05:22 Asia/Kabul
  • د سږ کال د حج حالات ښه دي

د ولي فقیه استازي او د بیت ا... الحرام د ایراني حاجیانو سرپرست وویل: د سږ کال د حج حالات له تیر کاله ښه دي او کوشش کیږي چې د احتمالي ستونزو لاملونه کم شي.

حجت الاسلام والمسلمین علي قاضي عسکر پرون د مکې مکرمې له میلینییم هوټل له کتنې وروسته زیاته کړه: د ایران د حج او زیاراتو د ادارې له مشر سره یو ځاې هره ورځ د ایراني زیارتوالو د هوټلونو کتنې کیږي.

هغه څرګنده کړه چې د تیر کال د حج له موسم وروسته د ایران د حج او زیاراتو په اداره کښې د کارپوهانو ۲۶ کمیټې جوړې شوې چې د زیارتوالو د له ښې سوکالتیا او ورته د غوره خدماتو لپاره یې ښې پریکړې کړې دي.

د ایراني زیارتوالو سرپرست همداشان د حاجیانو د سفر د وخت د مختلفوالي په هکله څرګنده کړه: د عربستان حکومت ویلي دي چې د هوايي ډګر د محدودیت په وجه زیارتوال باید په ډیره موده کښې د وحي ټاټوبي ته لاړ شي او د ذي القعدې میاشتې له وړومبیو څخه یې ایرانیانو ته د پرواز کولو اجازه ورکړه.