عربستان او اماراتو په یمن کښې څرګنده پوځي ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i75481-عربستان_او_اماراتو_په_یمن_کښې_څرګنده_پوځي_ماتې_خوړلې_ده
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د یمني زده کونکو پر بس پوځي حمله په یمن کښې د عربستان او اماراتو د څرګندې جنګي ماتې په معنا ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2018 01:02 Asia/Kabul
  • عربستان او اماراتو په یمن کښې څرګنده پوځي ماتې خوړلې ده

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال وویل: د یمني زده کونکو پر بس پوځي حمله په یمن کښې د عربستان او اماراتو د څرګندې جنګي ماتې په معنا ده.

حسین امیر عبداللهیان بیګا په یو ټوییټ کښې ولیکل: اماراتو او عربستان د ابراهیمي حج د مناسکو په درشل کښې په صعده کښې یمني زده کونکي په خاورو او وینو کښې ولغړول.

هغه څرګنده کړه: اماراتو او عربستان د غزې د مظلوموخلکو د وژلې په وړاندې هم خوله ګنډلې ده او د فلسطین له نیواکګرو سره ملګرتیا کوي.

د ویلو ده چې د تیرې جمعې په شپه د یمن په صعده ولایت کښې د زده کونکو په یو وړونکي بس باندې د عربستان د تیري ګر ائتلاف په شوې حمله کښې ۵۵ ماشومان مړه او ۸۰ نور زخمي شوي دي.

د یمن خلاف د عربستان جنګ او ناروا بریدونه د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې پيل شوی او په دې موده کښې کابو ۱۴ زره یمنیان وژل شوي او لسګونه زره زخمي شوي او میلیونونه بې کوره شوي دي.

پر دې سربیره د عربستان په بریدونو کښې د روغتیايي او درملیزو بیخ بیناؤ د ورانیدو په وجه په یمن کښې (وبا) هم په پراخه پيمانه خوره شوې ده.