د غدير خُم اختر مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76024-د_غدير_خُم_اختر_مو_مبارک_شه
غدير خُم د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ يوه سيمه ده چې حضرت محمد مطفی (ص) دغلته له حجت الوداع نه د راستنېدو په وخت وړومبے امام حضرت امام علي (ع) له ځانه وروسته د مسلمانانو « ولي » او سرپرست اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2018 00:51 Asia/Kabul
  • د غدير خُم اختر مو مبارک شه

غدير خُم د مکې معظمې او مدينې منورې ترمېنځ يوه سيمه ده چې حضرت محمد مطفی (ص) دغلته له حجت الوداع نه د راستنېدو په وخت وړومبے امام حضرت امام علي (ع) له ځانه وروسته د مسلمانانو « ولي » او سرپرست اعلان کړ.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) له خپل وروستي حج نه وروسته ټول هغه مسلمانان چې په حج کښې يې ګډون وکړ د غدير خم په سيمه کښې راغونډ کړل او په دغه ځاے کښې يې د خداے پاک په حکم حضرت امام علي (ع) د خپل وصي، ورور او جانشين په توګه معرفي کړ.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د غدير خُم په خطبه کښې وفرمايل: « زۀ چې د چا چا مولا يم له ما نه پس دا علي د هغه مولا دے.»

د غدير خُم نېکمرغه اختر  چې په اسلامي روايتونو کښې ډېر ستر اختر بيان شوے دے د ټولو الهي دينونو په يو ډېر ستر اختر تعبرېدې شي، ځکه چې په دغه ورځ د ټولو الهي انبياو او استازيو د ټولو زحمتونه نتيجې ته ورسېدل.

مونږ په دې نېکرغه موقع د نړۍ ټولو پتياليو انسانانو، مسلمانانو په خاصه توګه د اهلبېتو عليهم السلام مينه والو او تاسو قدرمنو اورېدونکو ته د زړۀ له کومې د غدير خُم د اختر مبارکي وايوو.