لاريجاني: له برجامه د امريکې وتلو نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76052-لاريجاني_له_برجامه_د_امريکې_وتلو_نړيواله_بې_انضباطي_رامنځته_کړه
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر له برجامه د امريکې وتنه بدقولي وبلله او وې ويل، د امريکې دغه اقدام نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2018 09:02 Asia/Kabul
  • لاريجاني: له برجامه د امريکې وتلو نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر له برجامه د امريکې وتنه بدقولي وبلله او وې ويل، د امريکې دغه اقدام نړيواله بې انضباطي رامنځته کړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر علي لاريجاني پرون مازيګر د ايران په قم ښار کښې وويل، له برجامه د امريکې له وتلو وروسته اروپائي هېوادونو تجويز وړاندې کړ چې په اېټمي موافقې د ايران د پابندې په صورت کښې به له تهران سره د اروپا د اقتصادي تعلقاتو دوام جاري وساتي او ايران د اروپايانو په توانمنۍ او وس کښې د شک باوجود دغه تجويز رد نه کړ.

لاريجاني له اروپايانو سره د ملګرتيا مقصد له ډېپلومېسي ظرفيتونو استفاده کول او د کورنيو صنعتګرو او توليدونکو لپاره د اقتصادي تعلقاتو د فضاء اسانول وبلۀ.