ایران د سوریې دملاتړی په توګه هلته شتون لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76147-ایران_د_سوریې_دملاتړی_په_توګه_هلته_شتون_لری
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاندی بهرام قاسمی نن له خبریالانو سره په اونیزې خبری غونډې کښې دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت د بدلونونو او په دې اړه دتهران دسیاستونو په باره کښې زمونږ دخبریال او دنورو خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 03, 2018 09:48 Asia/Kabul
  • د سوریې ادلب سیمه د ترهګرو د اخري مرکز په توګه یوه(۱) پیچلي موضوع ده .
    د سوریې ادلب سیمه د ترهګرو د اخري مرکز په توګه یوه(۱) پیچلي موضوع ده .

دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاندی بهرام قاسمی نن له خبریالانو سره په اونیزې خبری غونډې کښې دسوریې په شمال لویدیځ کښې د ادلب ولایت د بدلونونو او په دې اړه دتهران دسیاستونو په باره کښې زمونږ دخبریال او دنورو خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې

رکیې ته د ایران دخارجه وزیر محمد جوادظریف د تیرې اونۍ سفر او سوریې ته د ظریف دنن ورځې  سفر ته په اشارې سره وویل دایران اسلامی جمهوریت هماغه راز دسوریې د حکومت دملاتړی په توګه په دغه هیواد کښې شتون لری او تر هغه وخته چې د دمشق حکومت وغواړی د پوځی سلاکارانو په سویه به  مرستې ته دوام ورکړی .

بهرام قاسمی وویل د سوریې ادلب سیمه د ترهګرو د اخری مرکز په توګه یوه(۱) پیچلی موضوع ده په دې سربیره چې دسوریې حکومت دغمیزې ختمولوته هوډمن دی .

د  ایران دباندنیو چارو د وزارت ویاندی بهرام قاسمی ډاګینه کړه په ادلب ولایت کښې په دیره ترهګرو د سوریې دپوځ حمله د ټروریسټانو دملاتړو هیوادونو داندیښنې سبب شوی ده او هغوې په دې اړه منفی تبلیغات او شورماشور پیل کړی خو باید فکر وکړو چې د سوریې حکومت دیوه (۱)خپلواکه حکومت په توګه حق لری دترهګرو په وړاندې دخپل هیواد ساتنه وکړی .

قاسمی دسوریې په اړه د ایران ، د روسیې او د ترکیې دمشرانو غونډې ته په اشارې سره چې دسپتمبر دمیاشتې په اومه(۷) نیټه په ایران کښې کیږی وویل ایران دغه غونډې ته خوشبینه دی اوباوری دی د سوریې دشرایطو په اړه خبرې اترې ددغه هیواد او له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره بریالۍ او کارنده کیدلای شی .

دایران دخارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی اټومی موافقې ته د اړونده خبرواترو  او د اروپا لخوا  د مطرح  شویو وړاندیزونو په اړه وویل ایران او اروپا د  بیلابیلو بانکی ، پیسو او د  مالی حوزو په اړه زیاتې خبرې لرلې خو مطرح شویو وړاندیزونو تراوسه دایران هیله نه ده پوره کړی او نهایی مرحلې ته نه دی رسیدلی .

هغه هیله وکړه اروپا وکولای شی په پاتې وخت کښې له دغه ستر ازمیښت سرلوړی ووځی او دایران غوښتنې تامین کړی .

قاسمی د عراق دسیاسی بدلونونو او د نوی کابینې په جوړولو کښې د دغه هیواد  دبیلابیلو سیاسی لورو د هڅې په اړه وویل د ځینو دریځونو مطرح کیدل چې ایران دعراق په نوی سیاسی جوړښت کښې نفوذ لرلی یا لری یې بې اساسه دی او په دې اړه  ضروری ځوابونه ورکړل شوی دی .

دایران دبهرنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی ټینګار وکړ هغه څه چې دعراق خلک یې د نوی حکومت په توګه انتخابوی د ایران د درنښت وړ دی او دیوه بل د ځمکنۍ بشپړتیا دساتلو او دښه ګاونډیتوب د اصل په رعایتولو سره دایران او د عراق اړیکې به دوام ولری .

هغه تهران ته د افریقا د شمال او د مینځنی ختیځ په چارو کښې د انګلستان دخارجه وزیر د مرستیال الیسټر برټ (Alistair Burt) دسفر په اړه  هم وویل دغه سفر د دواړو هیوادونو ترمینځ د دودو سفرونو په چوکاټ کښې وو چې ددغو خبرو تیر پړاو په لندن او داخری پړاو غونډه هم په تهران او د انګلستان دخارجه وزیر د مرستیال په ګډون سره وشوه .