ترهګر باید دسوریې له ادلب ولایته ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76155-ترهګر_باید_دسوریې_له_ادلب_ولایته_ووځی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه چارو وزیر جواد ظریف وویل سوریه په کامل ډول له هیواده دترهګرۍ دختمولو په حال کښې ده او د تحریرالشام(جبهه النصره ) په شمول پاتې ترهګر باید له ادلب ولایته ووځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2018 11:28 Asia/Kabul
  •  په سوریې کښې د ترهګرو او د سرزورو ډلو پرضد د مقاومت دجبهې له ښو بریالیتوبونو وروسته اوس د هیواد د بیا رغونې وخت رارسیدلی .
    په سوریې کښې د ترهګرو او د سرزورو ډلو پرضد د مقاومت دجبهې له ښو بریالیتوبونو وروسته اوس د هیواد د بیا رغونې وخت رارسیدلی .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه چارو وزیر جواد ظریف وویل سوریه په کامل ډول له هیواده دترهګرۍ دختمولو په حال کښې ده او د تحریرالشام(جبهه النصره ) په شمول پاتې ترهګر باید له ادلب ولایته ووځی .

دایران خارجه وزیر جوادظریف نن د دمشق هوایی ډګر ته درسیدا په وخت خبریالانو ته وویل په سوریې کښې د ترهګرو او د سرزورو ډلو پرضد د مقاومت دجبهې له ښو بریالیتوبونو وروسته اوس د هیواد د بیا رغونې وخت رارسیدلی دی او دسوریې ستراتیژیک متحد هیوادونه په دغه رغونې کښې ونډه لری .

هغه وویل د سوریې دځمکنۍ بشپړتیا دې باید وساتل شی او په هیواد کښې ټول قومونه او ډلې باید دهیواد تر بیرغ لاندې د بیا رغونې بهیر شروع کړی .

جوادظریف ډاګینه کړه  دتهران په غونډې کښې چې په راتلونکی جمعې ورځ د استانه د موافقې د درې(۳)ضامنو هیوادونو د ولسمشرانو په ګډون سره  ترسره کیږی په ادلب سیمه کښې له پاتې ترهګرو ډلو په تیره بیا جبهه النصره سره د چلند د څرنګوالی په اړه سلامشوره کیږی .