دتهران درې اړخیزه غونډه دسیمه ایزې غږملیتالپاره ښه فرصت دی
ایران ،ترکیه اوروسیه دامریکا له خوا د یو اړخیزو تپنو د نه منلو په علت دبیلابیلو بندیزونو داړم له دباؤنو سره مخامخ دی او دتهران غونډه د ناعادلانه ګواښونو او ظالمانه بندیزونو سره دمقابلې لپاره د درو واړو هیوادونو ترمینځ د غږملتیا او پیوستون لامل کیدلی شی.
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دخارجه وزارت ویندوی بهرام قاسمی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دایران ،ترکیې اوروسیې د ولسمشرانو په تهران کې کیدونکی غونډه یو ډیر ښه فرصت دی ، څو ډیپلوماسی اوسیاسی بهیر پر جنګ بریالی شی او ترهه ګر ه م د سورئې د ولس غوښتنې او هوډ ته تسلیم شی .
دایران ،ترکیې ، روسې ولسمشران سیا جمعې ورځې د سورئې دحالاتو په باب درې ا ړخیزه سرمشریزه جوړوی .
بهرام قاسمی دغه راز ووئیل ، دایران ،روسیې اوترکیې دغه کیدونکی سرمشریزه د آستانې د سولې دخبرواترو د سیاسی بهیر په چواکټ کې د د دغو درو واړو هیوادوونو د لوړپوړو چارواکو د سلامشورو دوام دی او دسیمه ایزو اونړیوالو چیلنجونو ، څو اړخیزو اودوو اړخیزو موضوعګانو پّ باب د غږملتیا او پیوستون لپاره ډیر ښه فرصت دی .
دایران دخارجه وزارت ویندوی د تهران دسرمشریزې اصلی موخه، د سورئې دبحران سیاسی او جرړه ایز حل وبالۀ او زیاته ئې کړه ، په تیرو درو کلونو کې دایران ،روسیې اوترکیې سټراټژیکه ملګرتیا، له ترهه ګرۍ په تیره بیا له تکفیری ترهه ګرو ډلو سره دمقابلې ، دکرارو سیمو په رامینځةکونې او خپلو کورونو ته د درستو سوریاوالو د بیرته ستنیدا په زمینې کې ټاکونکی رول درلودلی دی .
هغه همداراز د امریکا دبې منطقه او له سیمې د ورآخوا فرصت او بلاغوښتنې ته اشاره وکړه او وې وئیل ایران ،ترکیه اوروسیه دامریکا له خوا د یو اړخیزو تپنو د نه منلو په علت دبیلابیلو بندیزونو داړم له دباؤنو سره مخامخ دی او دتهران غونډه د ناعادلانه ګواښونو او ظالمانه بندیزونو سره دمقابلې لپاره د درو واړو هیوادونو ترمینځ د غږملتیا او پیوستون لامل کیدلی شی.