د ر وسیې او د ترکیې ولسمشران نن تهران ته رسیدلی
-
دتهران غونډه دسوریې دسولې یا د استانه د بهیر دریمه(۳) غونډه ده .
زمونږ خبریال وایی د روسیې او ترکیې ولسمشران ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان د ایران ، د روسیې او دترکیې په درې اړخیزه غونډې کښې دګډون لپاره تهران ته راورسیدل .
د تهران درې (۳)اړخیزه غونډه نن مازیګر داسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او دترکیې د رئیس جمهور
رجب طیب اردوغان په شتون سره دترهګرو له نیواک څخه د سوریې د ادلب ولایت د ازادولو لپاره دپوځ د عملیاتو په درشل کښې ترسره کیږی .
ادلب ولایت په سوریې کښې د تاوتریخوالی د کمولو په څلورو (۴)سیمو کښې راځی چې حاضردمه د حکومت په لاس کښې نه دی .
دسوریې د کړکیچ په موضوع په تهران کښې د ایران د روسیې او دترکیې د ولسمشرانو د غونډې په درشل کښې ددغو دریو (۳)هیوادونو لوړرتبه استازیو پرون له یوبل سره کتنې او دتهران د غونډې د سند د برابرولو لپاره یې له یوبل سره مشورې وکړې او ددغه سند مسوده یې دمشرانو غونډې ته د وړاندې کولو لپاره چمتو کړه .
ددغه سند په مسودې کښې په سوریې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې د دوام ، د کډوالو د بیرته دستنیدا او سمبالتیا پرضرورت او دغه راز دسوریې دکړکیچ د نیول شویو او بې درکه شویو کسانو د تبادلې په موضوع ټینګار شوی دی .
دتهران غونډه دسوریې دسولې یا د استانه د بهیر دریمه(۳) غونډه ده چې مخکنې دوې(۲) غونډې یې په روسیې او ترکیې کښې شوی وې .
بل خبردا چي د ایران ولسمشر حسن روحاني او د روسیې ولسسمشر ولادیمیر پوتین هم نن ددرې اړخیزه غونډې په څنګ کښې له یوبل سره کتنه اوخبرې اترې وکړې .
دایران ولسمشرحسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم دغونډې په څنګ کښې کتنه اوخبرې اترې کړي دي .