د ترهګرو ملاتړی د خپلې بقا لپاره جنایت کوی
Sep 24, 2018 08:21 Asia/Kabul
-
د اسلامي ایران ازادي غواړي خلک به ترهګرو او دهغوې ملاتړو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود استازی ایت الله سید ابوالفضل طباطبایی اشکذری بیګا د دمشق په زینبیه کښې د حضرت زینب سلام الله علیها په سپیڅلی حرم کښې
د اهواز د ترهګرې حملې د شهیدانو د یاد دلمانځلو په دستورو کښې د ایران دیوشمیر بې ګناه خلکو د شهادت په اړه تسلیت ویلو سره وویل په سیمه کښې ټولې دسیسې د سعودی عربستان او د فارس خلیج د حوزې د ځینو عربو هیوادونو په ملاتړ سره ترسره کیږی .
هغه په دې خبرې سره چې ترهګر اقدامات د دښمانانو د ماتی او د ناهیلۍ نښه ده وویل د اسلامی ایران ازادی غواړی خلک به ترهګرو او دهغوې ملاتړو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او د دښمانانو فتنه به بې ځوابه پاتی نشی .
ټیګونه