سعودی عربستان د اهواز دترهګرې حملې مسول دی
Sep 24, 2018 12:33 Asia/Kabul
-
دغه جنایت په سعودي عربستان پورې د اړونده ترهګرو ډلو کار دی او دهغوې لپاره هیڅ فرق نه کوي چې په چا حمله کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت دکمیسیون مشر حشمت الله فلاحت پیشه دسیمې له ترهګرو د سعودی عربستان ملاتړونو ته په اشارې سره وویل د اهواز د ترهګرې حملې ذمه واری د سعودی عربستان په غاړه ده .
هغه د الاحوازیه ترهګرې ډلې د تبرئه کولو او داهواز په ترهګرې حملې کښې د داعش په رول د ټینګار لپاره د ځینو هیوادونو هڅې ته په اشارې سره وویل دایران ملت پوهیږی کومو کسانو او کومو هیوادونو په دغه ترهګرې حملې کښې رول درلود .
دایران د پارلمان د بهرنی سیاست او د ملی امنیت دکمیسیون مشر په دې خبرې سره چې داهواز په ترهګرې حملې کښې دمختلفو قومیتونو خلک ووژل شول ټینګار وکړ دغه جنایت په سعودی عربستان پورې د اړونده ترهګرو ډلو کار دی او دهغوې لپاره هیڅ فرق نه کوی چې په چا حمله کوی .
ټیګونه