د ایران کړچار په سیمه او نړۍ کې د تاوتریخوالی کمول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76782-د_ایران_کړچار_په_سیمه_او_نړۍ_کې_د_تاوتریخوالی_کمول_دی
روحانی همداراز د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د ایټمی اژانس د راپورونو په اساس په ایټمی موافقه کې په خپلو ټولو ژمنو پایبنده او په هغو یې عمل کړی دې ، وویل په څو اړخیزو موافقو کې باید د لورو له خوا په ژمنو په عمل کی باید تعادل او انډول موجود وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2018 11:26 Asia/Kabul
  • د ایران کړچار په سیمه او نړۍ کې د تاوتریخوالی کمول دی

روحانی همداراز د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د ایټمی اژانس د راپورونو په اساس په ایټمی موافقه کې په خپلو ټولو ژمنو پایبنده او په هغو یې عمل کړی دې ، وویل په څو اړخیزو موافقو کې باید د لورو له خوا په ژمنو په عمل کی باید تعادل او انډول موجود وی .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی بیګا د انګلستان له لومړۍ وزیرې میرمن ترزا می سره په کتنه کې د اهواز له ترهه ګر اقدام په انګلستان کې دځینو رسندویو په شمول د لویدیځو رسندویو له تبلیغاتی ملاتړ په نیوکې سره زیاته کړه درست هیوادونه باید د ترهه ګرۍ په وړاندې پریکنده او یوشانته دریځونه ولرلې شی او له ترهه ګرۍ سره د جدی مبارزې په لړکې ملګرتیاوې پراخې کړی .

روحانی همداراز د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران د ایټمی اژانس د راپورونو په اساس په ایټمی موافقه کې په خپلو ټولو ژمنو پایبنده او په هغو یې عمل کړی دې ، وویل په څو اړخیزو موافقو کې باید د لورو له خوا په ژمنو په عمل کی باید تعادل او انډول موجود وی .

د انګلستان لومړۍ وزیرې  هم د اهواز د ترهه ګرې پیښې د تسلیت په ویلو سره وویل انګلستان ترهه ګری د هغې په ټولو اړخونو کی غندلی او له دغې ښکارندې سره مبارزې ته اهمیت ورکوی .

د انګلستان لومړۍ وزیرې د ایټمی موافقې د ساتلو ضرورت  او په دې لړ کې  د تهران او لندن د ملګرتیاو او هلو ځلو په دوام  په ټینګار سره زیاته کړه انګلستان د اقتصادی او انرژۍ په شمول په بیلا بیلو برخو کې له ایران سره د ملګرتیاو له پراختیا هرکلې کوی .