دامنیت شورا غونډې وښودله امریکا یوازې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76789-دامنیت_شورا_غونډې_وښودله_امریکا_یوازې_ده
زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې هم وښودله چې امریکا یوازې ده او ټولو هیوادونو د اټومی تړون ملاتړ کړی او هغوې نیغ په نیغ یا غیر مستقیم ډول له اټومی موافقې د امریکا د وتلو اقدام ناسم کار وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2018 02:14 Asia/Kabul
  • دنړۍ هیوادونه له اټومي موافقې د امریکا وتل نه تائیدوي او له ګوته په شمیر هیوادونو پرته ټول هیوادونه دامریکا دغه اقدام ستره سیاسي غلطۍ بولي .
    دنړۍ هیوادونه له اټومي موافقې د امریکا وتل نه تائیدوي او له ګوته په شمیر هیوادونو پرته ټول هیوادونه دامریکا دغه اقدام ستره سیاسي غلطۍ بولي .

زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې هم وښودله چې امریکا یوازې ده او ټولو هیوادونو د اټومی تړون ملاتړ کړی او هغوې نیغ په نیغ یا غیر مستقیم ډول له اټومی موافقې د امریکا د وتلو اقدام ناسم کار وباله .

حسن روحانی په نیویارک کښې په یوه خبری کانفرنس کښې وویل په  تیر یوه کال کښې په نړیوالو او سیمه ییزو مسائیلو کښې ترټولو مهمه موضوع له څو اړخیزه اټومی موافقې چې  ملګرو ملتونو هم تائید کړی وه دامریکا یواړخیزه او  په غیرقانونی ډول وتل وو .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې د نړۍ دهیوادونو اکثرو مشرانو او مسولانو په اټومی موافقې کښې دایران پاتې کیدل دایران دحکومت د تدبیر نښه وبلله او ویې ویل دملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په روان میلادی کال غونډې کښې د نړۍ دهیوادونو اکثرو مشرانو د ډیپلوماسۍ دبریا په توګه د  اټومی تړون ملاتړ وکړ .

حسن روحانی جوته کړه امریکا دایران پرضد خپل اقدام کښې یوازې پاتې ده او دنړۍ هیوادونه له اټومی موافقې د امریکا وتل نه تائیدوی او له ګوته په شمیر هیوادونو پرته ټول هیوادونه دامریکا دغه اقدام ستره سیاسی غلطۍ بولی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د تهران د توغندوی پروګرام په اړه دیوې(۱) پوښتنې په ځواب کښې وویل  داټومی تړون په موضوع  کښې د توغندی په نوم کوم شی نشته او که چیرې څوک غواړی خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړی نو دلیل یې دغه د پلمو لټول نه دی .

هغه په نیویارک کښې د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مشرې میرمن فیډریکا موګرینې او د څلور جمع یوې ډلې د خارجه وزیرانو غونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ددغه غونډې بیانیې وښودله چې اروپا ، چین او روسیه د اټومی تړون د پیاوړی کولو کوشش کوی .

د ایران ولسمشر په سوریې کښې د امریکا د عسکرو دشتون په اړه هم وویل امریکا دنړیوالو قواننیو پرخلاف سوریې ته ورغلی ده او د سوریې حکومت هم دواشنګټن شتون رد کړی پردې اساس په سوریې کښې دامریکا پوځی شتون غیر قانونی دی .

حسن روحانی په دې خبرې سره چې ایران په سیمه کښې دامریکا له عسکرو سره د جنګ اراده نلری  په عین حال کښې ټینګار وکړ امریکا باید د هیوادونو په ملی واکمنۍ او قانون عمل وکړی او درنښت یې وکړی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په سیمه کښې دلبنان د حزب الله د رول په اړه هم وویل حزب الله هماغه ډله ده چې داعشی ترهګر یې له دغه هیواده  وویستل.

هغه وویل دلبنان حزب الله غورځنګ دسوریې د خلکو په څنګ کښې د سوریې له اوه نوی(۹۷) فیصده خاورې داعش ډله شړلی ده او هغه هیوادونه او کسان چې له ترهګرو سره مبارزه کوی بل مقام لری او ترهګر معلوم دی .

دایران ولسمشر حسن روحانی د فلسطین د مسلې په اړه هم وویل د فلسطین موضوع په سیمه کښې ډیره پیچلی موضوع ده او هغه ډیر مسائیل چې نن سبا په سیمه کښې شته جرړه یې د فلسطین د نیواک موضوع ته ورستنیږی .

هغه ټینګار وکړ که چیرې اویا(۷۰) کاله مخکې د فلسطین دنیولو پیښه نه رامینځته کیدله او د فلسطین ټاټوبی د صهیونیسټانو په نوم د یوې ډلې په لاس نه نیول کیدلای نن به سیمې بل حالت درلود .

دایران ولسمشر حسن روحانی وویل ایران له لومړیو څخه د فلسطن ملاتړی وو  او دی او هر کال یوه(۱) ورځ د فلسطین په نوم نومول شوی او دایران ټولو خلک لاریونونه کوی او په ډیرو زمینو کښې ایران د فلسطین له خلکو سره معنوی او مادی مرستې کوی .