دایران ملت به په انسجام سره دښمنان یوځل بیانهیلی کړي
دجمعې له خطبو مخکې دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومی قوماندان جانشین سردار تورن جنرال حسین سلامی هم پخپلې وینا کې په اهواز ښار کې د د وروستۍ ترهه ګرې پیښې دشهیدانو دجنازو په دستورو کې د دغه ښار اونورو ایرانیو میلیونی شتون ته په اشارې سره روښانه کړې ، دایران دملت دغه میلیونی شتون، دامریکا دولسمشر ډونالډټرمپ محاسبات سره ګډوډ کړی چې فکر ئې کاوۀ ، دایران اسلامی جمهوری نظام خپل ټولنیز ملاتړ له لاسه ورکړی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د تهران دجمعې لمانځه خطیب آیت ا... محمد علی موحدی کرمانی نن دخطبو په دوام کې وئیلی دی ، د هراړخیزو اقتصادی اونفسیاتی جنګ د رامینځةکولو اوپراخو د سیسو د دښمنانو موخه داسلامی ایران په هر ډګر کې د په همیشه حاضر ملت کې د ستړیا اوناامیدۍ رامینځةکول دی ، چې دغه خوب به ګور ته له ځان سره یوسی .
آیت ا... محمد علی موحدی کرمانی ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی انقلاب په څلویښټ کلن عمر کې د نړیوال صهونزم او دامریکا په مشرۍ د استکبار بنیاد اونظام لړزولی دی ، ووئیل ، دمقاومت له جبهې د هغوی درندې اودوامدارې ماتې هماغه راز دوام لری .
هغه دغه راز ټینګار کړی ،که امریکا او اسرائیل له تیروتنو لاس په سر نشی ، نو په سیمې کې به دهغوی مرکزونه امنیت ونه لری او دهغوی ورځ به تورتمه شی .
آیت ا...موحدی کرمانی له دښمن سره دغلبې دلارو په باب هم ووئیل ، له فرصتونو ، داخلی سرچینو او ظرفیّتونو استفاده او دمقاومت او دریدا د ورسیې پیاوړتیا، وحدت او یوموټیتوب لامل کیږی ، چې دامریکا بندیزونه دایران د میړنی ملت په کلک هوډ هیڅ اغیزې نشی شیندلی.