د ایټمي موافقې ساتنه ضروري ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76843-د_ایټمي_موافقې_ساتنه_ضروري_ده
د چین خارجه وزیر پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایټمي موافقې (برجام)د ساتنې غوښتونکی شو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2018 04:23 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې ساتنه ضروري ده

د چین خارجه وزیر پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ایټمي موافقې (برجام)د ساتنې غوښتونکی شو.

د ایرنا د رپورټ له مخې وانګ يي په دې ټکي په ټینګار سره چې چین د ایټمي موافقې ملاتړ کوي، څرګنده کړه: دا نړیواله موافقه د هغې د ټولو لورو د ګډو ګټو او په لاستر مقیاس کښې د نړیوالې ټولنې د ګټو په لاره کښې ده.

د چین خارجه وزیر څرګنه کړه: په بشپړه توګه د ایټمي موافقې نه اجرا کیدل به د امنیت شورا اعتبار او رول تر پوښتنې لاندې راولي.

وانګ يي زیاته کړه: ایټمي موافقه د نړۍ د ثبات ساتنې لپاره ضروري ده.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم وړمه ورځ په یوه بیانیه کښې له ایران سره د شوې ایټمي موافقې د ساتنې غوښتنه کړې وه.

له برجامه په یو اړخیزه توګه د امریکې له وتنې وروسته، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین، جرمني او اروپايي اتحادیې د ایټمي موافقې د لوروپه توګه له دغې نړیوالې موافقې د خپل ملاتړ اعلان کړی دی.