ایران دنورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i76908-ایران_دنورو_هیوادونو_په_چارو_کښې_لاسوهنه_نه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی د ایران پرضد د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې د متحده عربی اماراتو او دبحرین د خارجه وزیرانو چټی ادعاګانو ته ځواب ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2018 02:53 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت تل له متقابل احترام او له ښه ګاونډیتوب سره یوځاې د ګاونډیتوب سیاست د خپل خارجي سیاست لومړیتوب ګرځولی دی .
    دایران اسلامي جمهوریت تل له متقابل احترام او له ښه ګاونډیتوب سره یوځاې د ګاونډیتوب سیاست د خپل خارجي سیاست لومړیتوب ګرځولی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی د ایران پرضد د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې د متحده عربی اماراتو او دبحرین د خارجه وزیرانو چټی ادعاګانو ته ځواب ورکړ.

بهرام قاسمی دایران پرضد په نیویارک کښې د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې د متحده عربی اماراتو او دبحرین د خارجه وزیرانو تکراری ادعاګانو ته په ځواب کښې دغه څرګندونې تکراری ، چټی او دهغوې له توهم څخه له  ډک ذهن څخه راپورته شوی وبللې او ټینګار یې وکړ دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه هیڅکله دایران سیاست نه وو او نه دی .

دایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمی وویل دایران اسلامی جمهوریت تل له متقابل احترام او له ښه ګاونډیتوب سره یوځاې د ګاونډیتوب سیاست د خپل خارجی سیاست لومړیتوب ګرځولی دی .

قاسمی وویل  دصهیونیسټ رژیم له جنګ غواړو او ایران ضده کړچارونو او سیاستونو سره د بحرین، متحده عربی اماراتو او دغه راز د عربستان د خارجه وزیرانو غږملتیا داسرائیلو رژیم اختلاف اچونو او جنایتونو ته د روا والی  دورکولو سبب کیږی .

هغه د متحده عربی اماراتو اود بحرین چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې داسلامی نړۍ او دسیمې د هیوادونو د ګټو پرخلاف او د  دیکته شویو سیاستونو په ړندو سترګو پیروۍ پاې ته ورسوی او هره ورځ په ایران اسلامی جمهوریت د چټی او بې اساسه او بې ګټې تورونو دلګولو پرځاې په سیمه کښې د ناوړه تفاهم او تاوتریخوالی دکمولو او د سیمه ییزو ملګرتیاو ، ثبات او دامنیت دتامینولو لپاره د تهران د نوښتونو او ایډیاګانو په اړه فکر وکړی .