ایران د ترهګرو په مرکز توغندوی حمله کړی
Oct 01, 2018 03:03 Asia/Kabul
-
دایران دسپاه پاسداران په دغه توغندوي حملې کښې داهواز د ترهګر جنایت ډیر مشران او تکفیري ترهګر هلاک شوي یا ژوبل شوي دي .
ایرنا خبری اژانس نن سهار وختی راپور ورکړ دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په څو توغندیو سره دایران په جنوب لویدیځ کښې د اهواز د ترهګر جنایت دمشرانو په مرکز په سوریې کښې حمله وکړه .
دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک دعمومی اړیکو دفتر د هوایی ځواک د توغندیو د یونټ لخوا په سوریې کښې دفرات په ختیځ کښې له ځمکې څخه ځمکې ته په ویشتونکو څو توغندیو سره د ایران د اهواز د ترهګر جنایت دمشرانو په مرکز دحملې خبر ورکړ .
دایران دسپاه پاسداران په دغه توغندوی حملې کښې داهواز د ترهګر جنایت ډیر مشران او تکفیری ترهګر هلاک شوی یا ژوبل شوی دی .
په دې هکله بشپړه اطلاعات به وروسته اعلان شی .
ټیګونه