ایران د صهیونیسټ رژيم فاشیسټو مشرانو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77046-ایران_د_صهیونیسټ_رژيم_فاشیسټو_مشرانو_ته_خبرداری_ورکړ
د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم توکمپالو، په ځان میئنو او له عقل او ادبه بې برخې مشرانو ته د هغه څه په هکله خبرداری ورکړ چې د ایران د ستر ولس په هکله یې په بې نزاکتې او له فکر څخه په محرومې ژبې جاري کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2018 04:27 Asia/Kabul
  • ایران د صهیونیسټ رژيم فاشیسټو مشرانو ته خبرداری ورکړ

د ایران د خارجه وزارت ویاند د صهیونیسټي رژيم توکمپالو، په ځان میئنو او له عقل او ادبه بې برخې مشرانو ته د هغه څه په هکله خبرداری ورکړ چې د ایران د ستر ولس په هکله یې په بې نزاکتې او له فکر څخه په محرومې ژبې جاري کیږي.

بهرام قاسمي العالم خبري چینل ته په یوه مرکه کښې، د ایران د خلکو په هکله د صهیونیسټي رژيم د مشر ریووِن ریولِن وروستۍ له کینې ډکې او بې شرمې ګستاخۍ په غبرګون کښې څرګنده کړه: کوږ فکره او شیطان صفته صهیونیسټي مشران چې تراوسه یې کوشش کوه په خپلو دوکو او خاصې ریاکارۍ سره د ایران خلک خپله د دوي له غوره کړي حکومته جدا کړي، د خپلې ژبې د کنټرولولو اختیار یې بایللی او دا ځل یې په سپین سترګۍ او بې شرمانه سپکاوي سره وښودله چې د ایران او ایرانیانو په نامه حقیقت او موجودیت سره څخه په تضاد او ډغره کښې دي او په نه ختمیدونکې زهرجنې کرکې کښې سوزي.

قاسمي ټینګار وکړه: له دې لابې شرمي دا چې د هغه رژيم مشران چې درندګي، تیری، سپکاوی، زیان رسونه، چل ول او دوکې یې څرګند صفتونه دي، هغه لرغونی، پایداره، باتور او د کلتور خاوند ولس چې د یهودو د قام ژغورونکی و، داسې وبولي او ووایي چې باید له لوږې سره مخامخ کړی شي.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم مشر وړمه ورځ په نیواکي قدس کښې د جرمني له صدراعظمې آنګلا میرکل سره په کتنه کښې د ایران د ستر ولس خلاف په سپکو څرګندونو کښې وویل چې د ایران په ولس باید لوږه تیره کړی شي.