امریکا او ملګری د ایران داهواز د حملې مسول دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i77115-امریکا_او_ملګری_د_ایران_داهواز_د_حملې_مسول_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د محصیلینو د افکارو د سنجونې موسسې(ایسپا) د نظر سنجې د پایلو پراساس دایران خلک امریکا او دهغه متحدان په اهواز کښې د ترهګرې حملې د عاملانو اصلی ملاتړی ګڼی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2018 10:18 Asia/Kabul
  • داعش او الاحوازیه ترهګرو ډلو چې امریکا او سعودي عربستان ورسره مرستې کوي دحملې ذمه واري پرغاړه اخیستي وه .
    داعش او الاحوازیه ترهګرو ډلو چې امریکا او سعودي عربستان ورسره مرستې کوي دحملې ذمه واري پرغاړه اخیستي وه .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د محصیلینو د افکارو د سنجونې موسسې(ایسپا) د نظر سنجې د پایلو پراساس دایران خلک امریکا او دهغه متحدان په اهواز کښې د ترهګرې حملې د عاملانو اصلی ملاتړی ګڼی .

ددغه نظر سنجې  د پایلو پراساس دایران اته دیرش(۳۸) اعشاریه  نهه فیصده خلکو چې پوښتنې ترې شوی دی امریکا ، اتویشت(۲۸) اعشاریه  څلور فیصده خلکو داعش ترهګره ډله ، شپږویشت(۲۶) اعشاریه  پینځه فیصده عربستان ، درویشت  فیصده   داسرائیلو رژیم او دیارلس (۱۳) فیصده خلکو هم دانقلاب ضد ډلې په اهواز  کښې د ترهګرې حملې د عاملانو ملاتړی وبللې .

دایران د محصیلینود افکارو د سنجونې دموسسې دغه نظر سنجې له یوزر او دوه سوه یواتیا (۱۲۸۱)کسانو څخه په پوښتنو سره چې عمرونه یې له اتلسو (۱۸)کلونو زیات وو د روان میلادی کال دسپتمبر د میاشتې په څلورویشتم(۲۴) او پینځویشتمه(۲۵) نیټه په ټیلی فون باندې ترسره شوه او ځواب ویونکی وتوانیدل څو موردونو ته اشاره وکړی .

ترهګرو د روان میلادی کال د سپتمبر  دمیاشتې په دوه ویشتمه(۲۲)نیټه په اهواز کښې دایران د اسلامی جمهوریت د پوځی پریډ (رسم ګذاشت) په خوا کښې په عادی خلکو ډزې وکړې چې له کبله یې پینځویشت(۲۵)کسان مړه او نهه شپیته (۶۹) نور ژوبل شوی وو.

داعش او الاحوازیه ترهګرو ډلو چې امریکا او سعودی عربستان ورسره مرستې کوی ددغه حملې ذمه واری پرغاړه اخیستی وه .

له دغه جنایت وروسته دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک هم د اکتوبر په لومړۍ(۱) نیټه د سوریې د فرات په ختیځ کښې د امریکا او دسیمې د ځینو عربو رژیمونو ترملاتړ لاندې دتکفیری ترهګرو په مرکز توغندوی حملې  وکړې او کابو څلویښت(۴۰) مشران یې ورته ووژل .