دتیلو دنړیوال وضعیّت په باب دایران دتیلو د وزیر تحلیل
په وروستیو څو اونیو کې د تیلو بیّه د تیلو د هر بیرل لپاره له اتیا ډالرو هم زیاته شوې ده.دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ مدعی دی،چې اوپک موسسه د تیلو د بیّو د زیاتیدا مسئوله ده او با ید دتیلو تولید زیات کړی . خو دایران د اسلامی جمهوریت د تیلو وزیر،د تیلو د بازار بې ثباتی،د امریکا د اقداماتو نتیجه ګڼی .
دایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه پرون،د تیلو اوځواک دڅلورم کانګرس په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ،ددې لپاره تر ټولو ښه کار چې دتیلو بیّې زیاتې نشی،او د تیلو په بازار کې تاؤتریخوالی ختم شی ، دا دی چې دایران بندیزونه تعقیب نشی .
د ایران دتیلو وزیر ددې خبرې په کولو سره چې تیلو د بیّو د زیاتیدا ډیر تاوان ، د تیلو د غوره اخستونکو په توګه چین او اروپایان وینی ، روښانه کړې ، ایران یا اوپک موسسه په دې باب هیڅ مسئولیّت نه لری .ایران غواړی ، خپل تولید په قدرت سره ترسره کړی، خو امریکا په خنډ جوړونې پسې ده .
دایران د تیلو وزیر د دوشنبې په ورځې هم روسیې ته په یوه ناڅاپی سفر کې د تیلو له نړیوال بازار سره د اړونده مسئلو په باب په ماسکو کې د دغه هیواد د انرژۍ له وزیر سره خبرې اترې او دنظر تبادله کړې . د دواړو خواؤ دخبرواترو خورامهمه ایجنډا،په درستې نړۍ کې دانرژۍ د مخ په وده اړتیاؤ او دتیلو په بازار کې د لازیات تاؤتریخوالی دمخنیوی د ځواب وئیلو موضوع وه .
بیژن نامدار زنګنه او الیګذنډر نوواک،د بیّیو په تثبیتولوکې د تیلو د تولیدونکو هیوادونو پر رول په ټینګار سره ، دانرژۍ او سونګو په حوزې کې د دواړ و هیوادونو ترمینځ دملګرتیاؤ او د اوپک موسسې دموافقې په اساس دتیلو دلازیات تولید د ښه کیدا خبر ورکړ ی دی .
نواک ټاکل شوو اندازو ته د اوپک دغړو او نورو درستو هیوادونو دپابندۍ په ضرورت باندې په ټینګار سره وئیلی دی ، د تیلو دتولیدونکو هیوادونو په وسیله ټاکل شوو ونډو ته پابندی ، د تیلو په بازار کې د ثبات پر رامینځةکولو سربیره ،د تولیدکونکو اومصرفونکو ګټې او هم د پانګونې دامنیت ټینګول په ځان پسې درلودلی شی .
امریکا، البته په دې موخې پسې ده چې دایران دبایکاټولو لپاره، دتیلو نور تولیدونکی هیوادونه له ځان سره ملګری کړی . دا په داسې شرائطو کې ده چې د اوپک غړی او له اوپک موسسې بهر تولیدونکی هیوادونه باید ټاکل شوو ونډو ته پابنده ووسی او له خپلو ونډو لازیات تولید ونه کړی .
د اوپک د یو سل څلور اویایمې اعلامیې او له دغې اعلامیې وروسته دموافقې په اساس ، د اوپک غړو او نورو هیوادونو موافقه کړې ،څود :تیلو دتولید دکمیدا نړیوالې موافقې : ته دخپلو هیوادونو پابند پاتیکیدا وساتی. ددې په ترڅ کې چې یو هیواد هم حتی عربستان هم د تیلو دلازیات تولید توان نه لری . سعودی عربستان په نړیوالو بازارونو کې دتیلو د خسارې د جبرانولو لپاره له خپلو تیلی زیرمو د اخستو په حال کې دی او معلومه نه ده ،تر کومه وخته پورې ورته دوام ورکولی شی .
د اسپکټیس انرژۍ موسسې شناندې آمریتا سن په دې اند ده چې په تیورئ کې عربستان دتولید له دغه شان ظرفیّته برخمن دی ، خو په حقیقت کې دتولید دزیاتولو او په ورځې کې دولس میلیون بیرلو ته ئې د رسولو لپاره په کابو یوه کال کې ډیرو زیاتو پیسو ته ا ړتیا لری .
داوپک موسسې عمومی منشی محمد بارکیندو له بلومبرګ خپرونې سره په مرکې کې د اوپک او د نورو هیوادونو ترمینځ دتولید دکمولو دموافقې د راتلونکی په به باب چې د ۲۰۱۷کال له جنورۍ څخه پیل شوی ، وائی ، د اوپک دغړو او نورو هیوادونو ترمینځ د دغې ملګرتیا له سسټماټیک او دایمی کولو پرته بله هیڅ مناسبه ټاکنه نشته . دتیلو صنعت دغې ملګرتیا ته اړتیا لری .
پر دې اساس ، داوپک موسسې ټول غړی هیوادونه باید په ویانا کې خپلو ژمنو او شوو فیصلو ته پابنده ووسی او له هر هغه یو اړخیز اقدامه چې د اوپک موسسې خپلواکۍ او وحدت ته د تاوان د رسولو لامل کیږی ،ډډه وکړی . څرګنده ده چې دتیلو په بازار کې ثبات ، دتیلو دتولید له سیاسی کولو څخه ډډه کولو او شوو موافقو ته پابند کیدا سره اړه لری .